د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه انديښنې بې ځایه دي.

د نوموړي په وینا، دا اندېښنې ځکه مطرح کېږي چې افغانستان په دغه ناسته کې حضور نه لري، تر څو خپل مستند دريځ او حقیقت وړاندې کړي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې ځینې هیوادونه له همدې خلا څخه په استفادې د افغانستان د امنیت په باره کې پروپاګند کوي او اندېښنې راولاړوي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې افغانستان امن دی، دلته هيڅ بهرنۍ او خپل سرې ډله شتون نه لري.

په خبره یې، د داعش پدیده چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې د افغانستان په ګاونډ کې یې ځالې جوړې کړې دي.

د افغان حکومت مرکزي ویاند وایي: «داچې موږ وايو د افغانستان خاوره به د هيڅ چا پر وړاندې نه کارول کیږي، معنی یې دا ده چې هيڅ څوک دې اندېښنه نه کوي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version