Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»مجمع ملي؛ د احمد مسعود د کنټرول او د اغېز کمولو پلان
    راز

    مجمع ملي؛ د احمد مسعود د کنټرول او د اغېز کمولو پلان

    صابر افغانصابر افغان18 دسمبر 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    څو ورځې وړاندې له افغانستان څخه فراري، ناکامه او بدنامه سياسي څهرو د «ملي مجمع» په نوم د يو نوي مجازي ائتلاف د تشکيل او موجوديت اعلان وکړ.

    د هندوکش‌غږ سرچينو له خپلو منابعو څخه د دې ائتلاف له تشکيل مخکې او اوسني وضعيت څخه ځينې مهم معلومات ترلاسه کړي دي او له ډيرو ناويلو څخه يې پرده پورته کړې ده.

    د سرچينو په وينا، دغه نوی ائتلاف د يونس قانوني، عطاء محمد نور، محمد محقق، عبدالرشيد دوستم، سياف او په مقاومت شوری کې د ځينو نورو څهرو د ابتکار په نتيجه کې رامنځته شو چې د ښکاره او اعلان شویو موخو تر څنګ يې ځينې پټې خو اصلي موخې هم درلودې، د دغو پټو خو اصلي موخو له جملې څخه يې يوه د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې د مشر چې په دې وروستيو کې يې کرار کرار رشد کاوه؛ کنټرولول او د رشد مخه نيول وو او بله مهمه موخه يې دا وه چې ځينې مهم جريانونه له ځان سره يو ځای خو د هغوی له شتون څخه په استفادې سره بهرنيو هيوادونو ته ځانونه او مقاومت شوری مطرح کول دي.

    احمد مسعود چې د تېر پرځېدلي جمهوريت په وخت کې هم ورته د ذکر شویو کسانو له ډلې د ځينو لخوا ورته مشکلات جوړېدل او احمد مسعود به يې خپلو موخو ته په آسانۍ نه پرېښود، د تېر پرځېدلي جمهوريت له سقوط وروسته چې کله احمد مسعود د مقاومت جبهه رامنځ‌ته کړه او په فعالیت یې پیل وکړ؛ نو د ډيرو خارجي هيوادونو تمرکز هم پرې زيات شو نو د ملي مقاومت شوری اصلي لوبغاړي ورڅخه په اندېښنه کې شول نو ځکه يې د احمد مسعود د کنټرول په اړه په نویو لارو چارو غور مهم وباله.

    سرچينې زياتوي: په تېرو نږدې دوه نيمو کلونو کې په ملي مقاومت شوری کې د مقاومت جبهې او د شوری د نورو غړو تر منځ د اختلاف او تقابل ګڼ شمېر موارد رامنځ‌ته شول، له احمد مسعود څخه ناراحتۍ د جمعیت اسلامي د انشعابي څانګې مسؤول عطاء محمد نور دې‌ته اړ کړی چې دوه ځله له شوری سره مخه ښه وکړي، د شوری له نورو غړو سره د اختلاف نظر له امله اسماعيل خان نږدې يو کال شوری پرېښودله او د شوری ټول غړي يې غله، مفسدين او خائنین بلل.

    دغه راز له احمد مسعود سره د اختلافاتو له امله د جمعیت اسلامي مسؤول او د برهان الدين رباني زوی تر اوسه په شوری کې له ګډون ځان ګوښه کړی دی، عبدالرشيد دوستم هم دوی په مختلفو تورونو او انحصار طلبيو تورن کړل آن تر دې چې د احمد مسعود په پلار احمد شاه مسعود يې هم د انحصار طلبۍ او تعصب تورونه ولګول چې په وړاندې يې قانوني کلک غبرګون وښود او آن له شوری څخه د پرېکون ګواښ يې وکړ.

    دغه راز څو ځله د شوری په مجالسو کې د عطاء محمد نور او احمد مسعود له نماينده فضل احمد معنوي تر منځ اختلاف تر لوړې کچې رسېدلى دی چې وروستۍ يې د ملي مجمع د تشکيل په اړه د فضل احمد معنوي او عطاء محمد نور اختلاف او يو د بل په وړاندې مخامخ دریځ نیول و، چې بالآخره د دې اختلاف څخه امرالله صالح هم په امن نه شو او د عطاء محمد نور لخوا په ښکاره ډول وښکنځل شو.

    د هندوکش‌غږ د سرچينو د معلوماتو په اساس احمد مسعود او فضل احمد معنوي چې د شوری د غړو دا بد نيت درک کړ نو په ښکاره ډول يې د مجمع ملي د تشکيل سره مخالفت پيل کړ، تر دې چې د مجمع د موجوديت په وخت يې نه خپله پکې ګډون وکړ او نه يې هم خپل کوم استازی ورمعرفي کړ؛ هندوکش‌غږ ته رسېدلي معلومات ښيي چې د همدې اختلافاتو له امله اسماعيل خان هم د ملي مجمع د موجوديت د اعلان مجلس ترک کړ.

    د مجمع د اصلي موخو د درک په سبب احمد مسعود له پيله هم ورسره مخالف وو او هم يې ګډون پکې ونه کړ، د حنيف اتمر ټيم چې دوی به په خپلو منځو کې د «شيطان» او د «انګليس جاسوس» خطاب ورته کاوه؛ د موجوديت له مخه بايکاټ ورسره وکړ، د رحمت الله نبيل حزب د مجمع له تشکيل څخه څو ورځې وروسته بيرته خپل پرېکون ورسره اعلان کړ، دغه راز د صادق مدبر په مشرۍ چې د شوری په مجالسو کې يو غير مؤثر او بې خلکو حزب بلل کېده؛ د ملي انسجام حزب هم له مقاومت شوری او هم د ملي مجمع سره پرېکون وکړ.

    دا چې دا نوی ناکام او له پيله متزلزل ائتلاف به په خپل دې هدف کې چې د احمد مسعود کنټرولول دي څومره بريالی وي وخت به يې ثابته کړي، خو د تحليلګرانو په باور دا ائتلاف به هيڅکله د احمد مسعود په کنټرول او د اغيزمتيا په راکمولو او د نورو احزابو او جريانونو په راخپلولو کې بريالی نه شي، ځکه چې هر يو مختلف فکرونه، اهداف او د تعصب پخوانۍ مخينه لري، پر دې سربېره هر جريان د یوه جلا بهرني استخباراتي سازمان لخوا تغذيه کېږي نو ځکه د دې ډول چترونو تشکيل يو ستونزمن او غير مؤثر کار دی خو نتيجه يې هيڅکله مثبته نشي کېدای.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله غزه کې د «کتائب القسام» ځواکونو په برید کې پنځه اسرائیلي پوځيان وژل شوي

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.