د راپورونو له مخې د سعودي د بهرنيو چارو وزارت دا خبر تاييد کړی چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان ټرمپ ته په يوه ټيليفوني اړيکه کې ډاډ ورکړی چې سعودي به امريکا کې ۶۰۰ مليارده ډالره پانګونه کوي.
تر دې وړاندې تېره ورځ ټرمپ د يوه خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې سعودي ته سفر کوې که نه؟ ويلي وو « ما په تېره دوره کې سعودي ته وويل چې که غواړئ زه سعودي ته سفر وکړم نو تاسې بايد په امريکا کې ۴۵۰ مليارده ډالره پانګونه وکړئ او هغوی همداسې وکړل هم، او که دا ځل هم سعودي غواړي چې زه ورشم نو لږ تر لږه بايد په امريکا کې ۵۰۰ مليارده ډالره پانګونه وکړي».
ياده دې وي چې ټرمپ د خبريال د پوښتنې په ځواب کې ۵۰۰ مليارده ډالر پانګونه ياده کړې وه؛ خو د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له هغه د ډېرو ۶۰۰ ميلياردو ډالرو د پانګونې وعده کړې ده.