Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»محمد قاسم حلیمي؛ یو نوم او څو څهرې، طالب ویاند او که جاسوسه څهره؟
    تورې څېرې

    محمد قاسم حلیمي؛ یو نوم او څو څهرې، طالب ویاند او که جاسوسه څهره؟

    صابر افغانصابر افغان13 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوریت د حج او اوقافو وزير محمد قاسم حليمي، پر اېکس پاڼه، په خپرېدونکي انحصاري سپيس کې د طالبانو په خلاف له عقل او منطق لرې څرګندونې او ادعاوې کړې دي.

    حليمي په یوه سپېس کې ویلي، چې زه د طالبانو په لیکو کې د حامد آغا په نوم د دوی ویاند وم، په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د استخباراتي سازمان لخوا درې هدایات وشول، داسې چې په افغانستان کې شته پولچکونه، عام المنفعه ځایونه او ودانۍ له منځه يوسئ، د تعلیم د مخینوي لپاره ښوونځي مه پرېږدئ او د پيسو د ترلاسه کولو لپاره بهرني اتباع چې افغانستان ته راغلي وو، د وژلو په ځای یې ژوندي له ځان سره یوسئ، تر څو پیسې پرې ترلاسه شي.

    د ژوند په دې وروستي پړاو کې د حليمي دغه څرګندونې او ادعاوې په حقيقت کې د نوموړي پر ذهني نا ارامۍ او په جلا وطنۍ کې د حافظې پر سخت ضعف دلالت کوي. د نوموړي د څرګندونو په اړه لاندې موارد مهم دي.

    له طالبانو څخه د پاکستان د استخباراتي سازمان داسې غوښتنه چې ښوونځي مه پرېږدئ، تر څو ولس تعليم ترلاسه نه کړي؛ ناسمه ده چې طالبانو ته دې داسې هدایات وکړي، ځکه له حقيقت لرې ده. طالبانو په جګړه ییز حالت کې لا هم د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو په عنوان یو ستر کمیسیون درلود او د خپل واک تر سیمو لاندې یې تعلیمي خدمات وړاندې کول. د هېواد له نیولو وروسته یې هم په څه باندې درې کلنه دوره کې تعليمي او تحصیلي برخې ته زیاته توجه کړې ده، د هېواد په لر او بر کې يې زرګونه نوي ښوونځي جوړ کړي او دا لړۍ دوام لري، د لسګونه زره استادانو بستونه یې اضافه کړي دي، په پوهنتونونو کې يې د څیړنې او لټونې معينیتونه ايجاد کړي دي، حتی د هېواد لرې پرتې سیمې، د بدخشان واخان کې یې لا هم د روغتيا او زده کړو په برخو کې زمينه برابره کړه، تازه بیا د مشرتابه په حکم په بدخشان ولایت کې د طب پوهنځی هم منظور شو. که طالبانو ته داسې هدایات کېدل او هغوی تطبیق کولای، نو هر څه به د دې برعکس روان وای او هر څه به ویجاړ شوي وو.

    حليمي ادعا کړې ده چې مونږ ته د پولچکونو، کلينيکونو او عام المنفعه ځايونو د له منځه وړلو په اړه د پاکستان د استخباراتي سازمان لخوا هدایات کېدل؛ دا یوه نا سمه ادعا ده، که طالبانو رښتيا هم د آی ايس آی هدایات تطبیقول، نو په جګړه ییز حالت کې به یې د فواید عامې په نوم کمیسیون نه رامنځ ته کولای او په لرې پرتو سیمو کې به یې بیا رغونه نه کولای، همدا راز به یې اوس د قوش تیپې په ډول د ستر کانال د جوړونې، د کابل – کندهار، کابل – ننګرهار، کابل – شمال او نورو ستراتیژیکو لارو د بیا رغونې او افغانستان په ځان بسیا کولو پروژې نه وای تطبیق کړي، اوبه به یې نه مهارولې، په ټولو ولسوالیو کې به یې د معیاري روغتونونو د جوړولو حکم نه ورکولای، د درملو فابریکې، د برښنا تولیدي ظرفیت لوړول او سلګونه نور رغنیز کارونه به یې نه کولای؛ ځکه دا کارونه د ګاونډي هېواد له زړه خوښ نه دي.

    حليمي بله بې منطقه او بې مسؤلیته خبره دا وکړه، چې د ناټو او امریکا په ضد یې د افغان مؤمن او مجاهد ولس پر سپېڅلې وسلواله جګړه د بطلان کرښه کش کړه او د دغه بهیر ټولې لاسته راوړنې او د خپلواکۍ جګړه یې نه تنها چې آی ایس آی ته منسوب کړه، بلکې د دغه جګړې اصلي هدف یې د بهرنیانو د اختطاف په پایله کې د مادیاتو ترلاسه کول وګڼل؛ چې دا د افغان ولس له ارمانونو سره لوبې، د آی ایس آی لپاره لابیګري او د هغوی مطرح کول دي.

    د طالبانو بنسټګر د يوې عادي حجرې طالب و، خو په ایماني قوت یې د شر او فساد لمن ور ټوله کړه، د خپلې عقيدې، ايماني قوت او افغاني غیرت پر بناء یې د يوه مېلمه لپاره جوړ نظام قرباني کړ، کوم چې امريکا ته یې په سپارلو په میلیونونه ډالر ترلاسه کولای شوای، ګڼې نورې قضیې هم وې چې پر سر یې سودا کړې وای، خو هر ګیز یې داسې ونه‌کړل.

    نوموړي ولې له بهرنیانو د هدایاتو اخیستلو موضوع هغه مهال نه یادوله او نه پرې شرمېده، چې د نړۍوالو زبرځواکونو په شتون کې د یو غلام رژیم وزیر و او سراسر ټول هدایات یې له پردیو اخیستل؟ بل‌خوا پاکستان د خپل تاريخ تر ټولو بد امنيتي، اقتصادي، سياسي او ټولنیز حالت تجربه کوي، داسې څرګندونې د آی ايس آی او پاکستاني رژيم ژرندې ته د اوبو له ور برابرولو پرته بله هیڅ کومه موخه نه لري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني طالبانو باجوړ کې د پاکستاني عسکرو پر «ډمه‌ډولې» چک پوسټ برید کړی
    راتلونکي مقاله د شمال زون په کچه د امنيتي او ملکي مسؤلينو د همغږۍ مهمه ناسته شوې

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.