د انګرېزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ ۱۰۵ کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ملي دفاع سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، موږ د هیچا فرمایش نه منو موږ یوازې د خپلو امیرانو اطاعت کوو، ای ولسه! تاسو ته وایم دښمنانو ته په غر او هواره کې ځای مه ورکوئ.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه، ټولو هېوادوالو ته د ۱۰۵ کلیزې مبارکي وايم، موږ او تاسو باید د دغه ازادیو د ساتنې کوشش وکړو او هیچاته اجازه ورنکړو چې نور پر موږ تیری وکړي.
ملي دفاع وزارت د ښاغلي مجاهد له قوله ویلي، ” مجاهدینو دا دردیدلی ولس دی پام در څخه هیر نشي، د چیک پواینټ طالبه! ستا ورین تندی د ټول نظام استازيتوب کوي او ولس سره نرمي وکړئ.”
د هېواد د ازادۍ ۱۰۵ کليزه په داسې حال کې نمانځل کېږي چې څلور ورځې وړاندې د کابل د نيولو “فتحې” ورځ هم په بګرام پوځي اډه او غازي ستډيوم کې نمانځل شوې وه.