د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، “د اټرا ادارې له لوري د غیر اخلاقي انټرنټي سایټونو او آپلیکیشنونو د بندولو په موخه کابل ولایت کې د افغان بیسیم، اتصالات، سلام، ام ټي ان او روشن مخابراتي شرکتونو له سایټونو څخه څارنه وشوه.”
خبرپاڼه زیاتوي، “د فلټريشن د بررسۍ او ارزونې په پایله کې ډاډ ترلاسه شو، چې په کابل کې د مخابراتي شرکتونو ټول غیر قانوني او غیر اخلاقي انټرنیټي سایټونه، ټیک ټاک او پاپجي اپلیکیشنونه بند دي.”
دا څارنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د سرپرست حکومت لخوا پر ټيک ټاک او پاپجي ګيم باندې بنديز لګيدلی دی.