د بلخ امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولايت د مرکز مزارشريف ښار د یوولسمې حوزې اړوند په تيموريان سوداګريز مارکېټ کې پراخه اورلګېدنه د اطفايې عمومي مديريت د منسوبينو د پر وخت هڅو په پايله کې مهار شوې.
سرچينه وايي، په ياده اورلګېدنه کې ځاني زيان نه دی اوښتی او د مالي زيان جزئيات تر اوسه نه دي ورکړل شوي.