مزار ښاروالۍ خبر ورکوي چې د مزارشريف په ښار کې د الاقصی جومات په څېر د الفتح په نوم يو جامع جومات د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د مزار ښاروالۍ په خبره ياد الفتح جومات د مزارشريف ښار په اوومه ناحيه کې د کامګار پر څلورلارې باندې د کامګار شرکت له لوري او د مزارشريف ښاروالۍ په همکارۍ د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او پرون د جمعې په ورځ د بلخ امارتي ادارو مسئولینو په شتون کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوو.
مزاذ ښاروالۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ډېروي چې نوموړی جومات دوه پوړه لري چې لومړی پوړ یې مدرسه او دوهم پوړ یې د لمانځه له پاره استفاده کېږي.