Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»مسعود او دوستم کابل کې د کورنۍ جګړې زمینه برابره کړه!
    لیکني

    مسعود او دوستم کابل کې د کورنۍ جګړې زمینه برابره کړه!

    عمران آغاعمران آغا9 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: محمد فیصل

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    تېره ورځ د مشهور جنګسالار، د کابل ویجاړوونکي او روسي قراردادي احمد شاه مسعود د وژلو ۲۳ م تلین وو.
    هغه ۲۳ کاله وړاندې په همدې ورځ په تخار کې ووژل شو.

    مسعود یو ځان ښودونکی شخصیت درلود؛ داسې شخصیت چې هر ځای به یې کمره مین له ځان پسې ګرځوه، څو د هغه د ژوند هره برخه عکاسي کړي او خلکو ته یې وښیي؛ همدا لامل دی چې مسعود ډیر او بیلابیل ډول عکسونه لري.

    مسعود له شوروي سره له قرارداد وروسته په پنجشیر او نورو ولایتونو کې د شوروي پر ضد جګنیدونکو مجاهدینو سره جګړه پیل کړه او هغه کسان یې سخت وټکول چې شوروي ضد جګړه یې کوله.

    هغه مهال چې نورو افغانانو شوروي ضد جګړه کوله، مسعود د پنجشیر او بدخشان د قیمتي کانونو په لوټلو او د شوروي خوش خدمتۍ کې لګیا و.

    د شوروي له وتلو وروسته چې د روغې جوړې خبرې روانې وې، مسعود او ملګرو یې له پرچمیانو سره یو ځای د روغې جوړې خبرې سبوتاژ کړې او د ملګرو ملتونو د سولې پلان یې شنډ کړ.

    د مسعود او دوستم جګړه مار کابل ته ننوتل او دواړو کابل کې د کورنۍ جګړې زمینه برابره کړه؛ کابل داسې وران شو چې سړی یې په یادولو شرمیږي.

    طالبان چې د شر و فساد پر ضد راپورته شول، نو سرلاري یې مسعود تیښته وکړه.

    وروسته چې مسعود ووژل شو او د ده ملګري د امریکایي اشغال په پایله کې واک ته ورسیدل، نو مسعود څخه یې اتل جوړ کړ.

    د وخت د حکومت مشر کرزي هم هغه د اتل په توګه تایید کړ.

    څوارلس کاله وړاندې د ۱۳۹۰ کال د ثور په ۲۷ مه د وخت په ولسي جرګه کې په دې بحث و چې د سنبلې میاشتې درېیمه اوونۍ دې د افغانستان د ټولو شهیدانو په نوم ونمانځل شي.

    جرګې پورتنۍ خبره تایید کړه؛ خو له دغې تاییدۍ درې ورځې وروسته یو شمیر وکیلانو د پیسو اخیستو او میلمستیاوو له خوړلو وروسته د مسعود نوم په دغې اوونۍ کې زیات کړ او هغه اوونۍ یې د مسعود او شهیدانو په نوم کړه او رخصتي یې هم تایید کړه.

    د پژواک د هغه وخت د راپور پر بنسټ، جرګې داسې مهال د مسعود تاییدي وکړه چې درې ثلثه غړي په جرګه کې موجود نه وو او د جرګې مشر یونس قانوني په دې ډول د جرګې د اصولو خلاف کار وکړ.

    مسعود د افغانستان د تاریخ له تورو څیرو څخه یو دی؛ هغه د هغو لنډغرو اتل دی چې د تیر حکومت پر مهال به یې د سنبلې په اتلسم تاریخ خپله لنډغري او لوچکي د کابل خلکو نندارې ته وړاندې کوله او کابل ښاریان به یې له ویرې بهر نه راوتل.

    مخکینۍ مقالهد سنبلې ١٨مه د خلکو د ازیت او آزار ورځ
    راتلونکي مقاله د سنبلې ١٨مه؛ د یو جعلي اتل د یاد او وحشت خپرولو ورځ

    مربوطه لیکنې

    د امریکا جګړې وزارت پخوانی سلاکار ډګلاس ماګریګور: ايران په نوې بڼه يوه داسې جګړه پيل کړې، چې امريکا يې د مقابلې توان نه لري

    28 مارچ 2026

    پر افغان چارواکو بندیزونه او په وړاندې یې میداني واقعیتونه‎

    28 مارچ 2026

    لندن کې د اسلام آباد ناستې دویم پړاو؛ د مخالفینو پر تندي د اجیرۍ تازه مهر

    26 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 28 مارچ 2026

    تېر کال له سل زرو زياتو بهرمېشتو ته په غير حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي

    د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په تېر لمریز کال کې يې ۱۰۲…

    حزب الله ډلې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اسرائیل ۸۲ بريدونه کړي

    28 مارچ 2026

    د اسرائیل پوځ لوی درستيز ويلي ځواکونه یې سخت ستړي او د پاشل کېدو له خطر سره مخ دي

    28 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېر کال له سل زرو زياتو بهرمېشتو ته په غير حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي

    28 مارچ 2026

    حزب الله ډلې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اسرائیل ۸۲ بريدونه کړي

    28 مارچ 2026

    د اسرائیل پوځ لوی درستيز ويلي ځواکونه یې سخت ستړي او د پاشل کېدو له خطر سره مخ دي

    28 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،079 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،155 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.