Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مسیر ورځپاڼه: له چین سره نښلېدونکی سړک د افغانستان او سیمې لپاره د ملا د تیر حیثیت لري.
    افغانستان

    مسیر ورځپاڼه: له چین سره نښلېدونکی سړک د افغانستان او سیمې لپاره د ملا د تیر حیثیت لري.

    عمران آغاعمران آغا10 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې(مسیر) په‌خپله نننۍ سرلیکنه کې له چین سره د نښلېدونکي سړک په بشپړېدو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: په بدخشان کې د کوچني پامیر له لارې چین نښلېدونکي سړک چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به گټې اخیستنې ته وسپارل شي.: «د واخان تاریخي دهلېز د افغانستان او سیمې لپاره د ملا تیر حیثیت لري او د دې لارې د چارو په بشپړېدو سره به افغانانو ته په اقتصادي برخه کې ډېرې اسانتياوې برابرې شي.»

    د سرلیکنې له مخې، دغه نوی سړک نه یوازې دا چې افغانستان له چین سره نښلوي، بلکې په سیمه کې د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه د سیمې د خلکو لپاره هم ډېر مهم دی.: «د واخان تاریخي دهلېز د سیمې لپاره د اقتصادي ودې او پرمختگ لپاره یو مهم فرصت دی او د دې لارې د چارو په بشپړېدو او د چين بندر په بېرته پرانيستل کېدو سره به افغانانو ته په اقتصادي برخه کې ډېرې اسانتياوې برابرې شي.»

    په سرلیکنه کې ویل شوي، د واخان تاریخي دهلېز د بدخشان په کوچني پامیر کې پروت دی او له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان او چين ترمنځ د سوداگرۍ او اقتصادي همکارۍ لپاره یوه مهمه لاره گڼل کېږي. د دې لارې د جوړېدو او بیا پرانيستل کېدو سره به یو ځل بیا ختیځه اسیا له سوېلي اسیا سره ونښلوي او د ورېښمو تاریخی لارې بیا جوړېدل به د سیمې لپاره یو نوی فرصت وي.:«افغانستان په دې وروستیو کلونو کې د اقتصادي ودې او پرمختگ په موخه ګڼ شمېر بنسټیزې پروژې پيل کړې دي، چې د دې سړک جوړول هم یوه له دغو پروژو څخه ده. د دې لارې پرانيستل به نه یوازې دا چې د افغانستان اقتصاد ته یو نوې ساه ورکړي، بلکې د سیمې خلکو لپاره به هم د نوي ژوند او پرمختگ فرصتونه لا ډېر کړي.»

    د سرلیکنې د لیکوال په باور، د افغانستان په ځانگړې توگه د بدخشان خلک د دې پروژې په بشپړېدو خوښ دي او هیله لري چې په نږدې راتلونکي کې به د دې سړک له گټو څخه برخمن شي. دغه سړک به د سيمې د خلکو ژوند ته نه یوازې اقتصادي اسانتیاوې راوړي، بلکې د کلتوري او ټولنیزو اړیکو د پراختیا لپاره به هم يو مهم گام وي. د دې پروژې په بریالیتوب سره به د افغانستان او چین ترمنځ د سوداگرۍ او اقتصادي همکاریو نوی پړاو پيل شي، چې دا به د سیمې د خلکو د ژوند د سطحې د لوړولو لپاره یو مهم پرمختگ وي.

    مخکینۍ مقالهد شهید سردار داود خان په روغتون کې دوه پېچلي عملیات په بریالیتوب شوي.
    راتلونکي مقاله یوناما د لوېدیځو هېوادنو سیاسي وسیله.

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي له خپل چینایي سیال سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    20 اگست 2025

    زلمی خلیلزاد: پخواني(جمهوري) مشران او واکمنان هڅه کوي، چې خپلې تېرې تېروتنې بیا تکرار کړي

    19 اگست 2025

    کابل به سبا چهارشنبه د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې کوربه وي

    19 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 اگست 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل چینایي سیال سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    د هېواد د بهرنیو چارو وزی مولوي امیر خان متقي نن (چهارشنبه، د زمري ۲۹مه)…

    د هند او چين د اړيکو نوی پړاو؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پيل هوکړه شوې

    20 اگست 2025

    پر غزې د اسرائيلي رژيم د بريدونو له پيل راهيسې نږدې ۱۹ زره ماشومان شهيدان شوي

    20 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي امیرخان متقي له خپل چینایي سیال سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    20 اگست 2025

    د هند او چين د اړيکو نوی پړاو؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پيل هوکړه شوې

    20 اگست 2025

    پر غزې د اسرائيلي رژيم د بريدونو له پيل راهيسې نږدې ۱۹ زره ماشومان شهيدان شوي

    20 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،001 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،948 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،968 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.