Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مسیر ورځپاڼه: چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت او موسسو کار نه دی، بلکې د هر وگړي مسوولیت هم دی.
    افغانستان

    مسیر ورځپاڼه: چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت او موسسو کار نه دی، بلکې د هر وگړي مسوولیت هم دی.

    عمران آغاعمران آغا13 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې(مسیر) په خپله نننۍ سرلیکنه کې د روان اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: د اقلیم بدلون یوه جدي او نړیواله مسئله ده چې د نړۍ په هر گوټ کې یې اغېزې احساسېږي.:«افغانستان هم د دې بدلونونو له اغېزو څخه په امان کې نه دی. د دې بدلونونو اغېزې په افغانستان کې د وروستیو وچکالیو زیاتوالی، د سېلابونو زیاتېدل، د اوبو کمښت او د ځنگلونو او غرونو د تخریب په توگه ښکاري. له دې سره سره، د افغانستان طبیعي ښکلا او د هېواد وگړي د چاپېریال ساتنې او د اقلیم د بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لپاره جدي اقداماتو ته اړتیا لري.»

    د سرلیکنې د لیکوال په باور، په تېرو څو کلونو کې، افغانستان د جگړو او سیاسي بې ثباتۍ له امله د چاپېریال ساتنې په برخه کې لږ پرمختگ کړی دی. د جگړو له امله د ځنگلونو تخریب او د اوبو سرچینو ککړتیا په زیاتېدو ده. دا وضعیت د خلکو روغتیا او معیشت ته جدي گواښونه رامنځته کوي. د دې ستونزو د حل لپاره، د افغانستان سرپرست حکومت، نادولتي موسسې او نړیواله ټولنه باید په گډه کار وکړي.: «یو له مهمو گامونو څخه چې باید پورته شي، د ځنگلونو ساتنه او د نویو ځنگلونو ایښودل دي. ځنگلونه نه یوازې د اقلیم بدلونونو په وړاندې یوه طبیعي ساتنه ده، بلکې د هوا د کیفیت ښه کولو، د اوبو زېرمو ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو کمېدو مخنیوي کې هم مهم رول لري. د ځنگلونو د بیا رغونې لپاره، د سیمې خلکو ته پوهاوی ورکول او هغوی ته د ونو د کرلو اهمیت په اړه روزنه ورکول هم اړین اقدامات دي.»

    ورځپاڼې لیکلي، د اوبو سرچینو ساتنه او مدیریت هم یوه بله مهمه موضوع ده. افغانستان د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دی او د دې وضعیت د ښه کولو لپاره، د اوبو د زېرمو ساتنه او د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی باید لومړیتوب وي. حکومت باید د اوبو د زېرمو ساتنې لپاره، د اوبو د زېرمو د پاکولو او بیا کارولو پروژې پیل کړي، د اوبو د زېرمو د ساتنې قوانین پلي کړي او د خلکو پوهاوی لوړولو ته جدي اړتیا لري.: «دغه راز چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت او موسسو کار نه دی، بلکې د هر وگړي مسوولیت هم دی. د خلکو د پوهاوي لوړولو لپاره، د چاپېریال ساتنې په اړه تعلیمي پروگرامونه، کمپاینونه او رسنیز پوهاوی مهم دي. خلک باید د خپل چاپېریال ساتنې په اړه پوه شي او په دې برخه کې خپل مسوولیتونه درک کړي.»

    د سرلیکنې له مخې، د اقلیم بدلون پر وړاندې مبارزه کې د نوښتونو اهمیت هم نه باید هېر شي. نوي ټیکنالوژي او نوښتونه کولی شي د چاپېریال ساتنې په برخه کې لوی بدلونونه رامنځته کړي. د بېلگې په توگه، د لمر او بادي انرژۍ کارول، د عضوي زراعت پراختیا او د بیا کارونې او کمېدو پروژې کولی شي د چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.: «د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنه یوه نړیواله ستونزه ده چې د افغانستان په گډون د ټولو هېوادونو گډ کار او همکارۍ ته اړتیا لري. د افغانستان حکومت، موسسې او خلک باید په گډه د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدامات وکړي. د چاپېریال ساتنه نه یوازې د راتلونکو نسلونو لپاره یو اړین اقدام دی، بلکې د خلکو روغتیا، معیشت، او د طبیعي ښکلا ساتنې لپاره هم مهم دی. د اقلیم بدلون پر وړاندې مبارزه زموږ ټولو گډ مسوولیت دی او د دې مبارزې لپاره د ټولو هڅې او همکارۍ اړینې دي.»

    مخکینۍ مقالهکابل کې د داعش ډلې یوه شبکه نیول شوې
    راتلونکي مقاله ننگرهار کې د ۸۰ مېگاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحې ومنل شوې.

    مربوطه لیکنې

    د دفاع وزارت د بېلابېلو جزوتامونو ۱۳۸ ځوان منسوبین له مسلکي زده‌کړو فارغ او دندې ته چمتو شول

    25 اگست 2025

    تېره میاشت څه‌ باندې دوه زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

    25 اگست 2025

    د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد: ايا افغانستان انټرنشنل کوم خبري سازمان دی او که د کومې جبهې تر پوښ لاندې فعاليت کوي؟

    25 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 اگست 2025

    د دفاع وزارت د بېلابېلو جزوتامونو ۱۳۸ ځوان منسوبین له مسلکي زده‌کړو فارغ او دندې ته چمتو شول

    د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌یيزو قول اردوګانو ۱۳۸ تنه ځوان منسوبین…

    د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌ای: دښمنان یې ونه توانېدل چې دوی په جګړه کې مات کړي؛ نو اوس هڅه کوي د اختلافاتو له لارې ځان هدف ته ورسوي

    25 اگست 2025

    تېره میاشت څه‌ باندې دوه زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

    25 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د دفاع وزارت د بېلابېلو جزوتامونو ۱۳۸ ځوان منسوبین له مسلکي زده‌کړو فارغ او دندې ته چمتو شول

    25 اگست 2025

    د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌ای: دښمنان یې ونه توانېدل چې دوی په جګړه کې مات کړي؛ نو اوس هڅه کوي د اختلافاتو له لارې ځان هدف ته ورسوي

    25 اگست 2025

    تېره میاشت څه‌ باندې دوه زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

    25 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،014 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،954 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،983 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.