د مصر هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه هېواد به د فلسطین په تړاو د روانو جدي تحولاتو په اړه خبرو لپاره د عربي هېوادونو د مشرانو بېړنۍ غونډه جوړه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ یو ځل بیا پر غزې د ولکې ټنګولو او نورو سیمو ته د فلسطیني وګړو د بې ځایه کولو خبره تکرار کړې ده.