Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»دیني لیکني»مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(١٠)
    دیني لیکني

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(١٠)

    صابر افغانصابر افغان20 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لسمه برخه

    د جهاد له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کول:

    جهاد د شريعت په قاموس کې ډېر لوړ مقام لري، تر دې چې د اسلام تر ټولو لوړه څوکه ورته ويل کېږي.

    اسلام په مکه کې یو دین و، خو کله چې مدینې ته راغی نو له سیاسي نظام سره یوځای دین شو.

    اسلام په مکه کې ديارلس کاله په توحيد او د امت په عقيده کار وکړ، خو دائره يې له مکې نه بهر نه شوه، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د رسالت له لسم کال وروسته د اسلام وړانګې یو څه اندازه یثرب – مدینې منورې ته ورسېدلې.

    په جزیرة العرب او وروسته په ټوله نړۍ کې د اسلام د خپرېدو اوج د کفارو او منافقینو په وړاندې د جهاد او مبارزې له امله و، دا د جهاد برکت و چې صلیبیان به د مسلمانو واکمنانو د نوم په اورېدو سره لړزېدل؛ دوی د مسلمانانو پر خاوره د برید جرئت نه درلود او اسلامي حکومت ته یې د ارام ژوند لپاره جزیه ورکوله.

    همدا د جهاد له برکته وو چې کافران د ارام ژوند او علمي زده کړو لپاره اسلامي هېوادونو لکه قرطبې اندلس، مصر او د اسلامي نړۍ نورو برخو ته تلل.

    د جهاد فلسفه له فساد سره مبارزه، د خدای کلام لوړول، او د کفارو سره مبارزه ده؛ باغي جبهې د جهاد سپیڅلی نوم واخیست خو د فساد او له کفارو سره د دوستۍ لپاره یې وکاروه.

    دوی د جهاد خبرې کوي او ځانونه مجاهدین بولي، خو عملونه یې منافقانو او کفارو ته ورته دي، ځکه دوی له کفارو او غربیانو سره ملګري او له مسلمانانو سره په ټکر کې دي، له علماوو سره دښمني لري او په افغانستان کې له حاکم اسلامي نظام څخه ناراضه دي، له دې سره سره دوی بیا هم ځانونه مجاهدین بولي.

    د سورة الفتح په ۲۹ آیت کې الله تعالی د یوه مجاهد انسان ځانګړنې او صفات داسې بیانوي، الله تعالی فرمایي:«أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْۖ».
    ژباړه: څوک چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دي، د کفارو په وړاندې سخت زړي او قوي دي، او پر یو بل ډېر مهربانه او نرم دي.

    د بغاوت جبهې له دې آيت سره د مخالفت بيرغ پورته کړى دى ځکه چې د کفارو په وړاندې نرم دي، دوستي او تعامل ورسره کوي، خو د مسلمانانو او خپلو هېوادوالو په وړاندې بې رحمه، سخت زړي او متعصب دي.

    باغیانو د جهاد او مجاهد تر نامه لاندې د هیواد ملي شتمنۍ او بیت المال لوټ کړل، دوی د جهاد نوم د وسیلې په توګه کارولی، نه د مجاهدینو اخلاق لري او نه د مجاهد بڼه، نه یې د مجاهد تقوی درلوده او نه د جهاد له احکامو څخه خبر وو.

    دوی یوازې د جهاد او مجاهد په نومونو سره اشنا وو او بس؛ د مجاهد تر نامه لاندې یې هر ظلم وکړ، د کفارو په څنګ کې یې د مجاهد په نوم د مسلمانانو پر ضد جګړه کوله، د مجاهد په نوم یې د خلکو پر کورونو بریدونه وکړل او بې حرمتۍ یې واړولې.

    د جهاد او مجاهد تر چتر لاندې یې رشوت اخیست او قانون او مقررات یې پلورل؛ په عموم کې یې د جهاد او مجاهد نوم بد کړ، ځکه د دوی موخه جهاد نه، بلکې خپلو شیطاني هیلو ته رسېدل وو.

    الله جل جلاله د افغانستان په ملت رحم وکړ چې اسلامي امارت یې واک ته ورساوه، تر څو د دې سرټیټو بلواګرو ځالې له منځه ولاړې شي او د افغانستان شریف ولس سولې او سوکالۍ ته ورسېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکيم جونګ اون خپل پوځ ته: خپلې وړتياوې لوړې کړئ او تل د جګړې لپاره چمتو اوسئ
    راتلونکي مقاله امریکا د اسرائیلو په ننګه د حماس اسلامي غورځنګ پر شپږو چارواکو نوي بندیزونه ولګول

    مربوطه لیکنې

    جګړه ییز شدت پاکستاني چارواکي وارخطا کړي دي

    9 جنوري 2025

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (١١)

    23 نوومبر 2024

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(٩)

    18 نوومبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ اړوند عمر ميډيا د خپل مياشتني راپور په خپرولو سره ویلي،…

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025

    غزه کې پر نهارو فلسطینیانو د اسرائيلي رژیم برید؛ ۶۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025

    غزه کې پر نهارو فلسطینیانو د اسرائيلي رژیم برید؛ ۶۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.