Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (٨)
    لیکني

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (٨)

    عمران آغاعمران آغا28 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: مولوي علي حیدر شاهین

    په جلاوطنۍ کې یو لالهانده خوب:

    افغانستان د فاتحانو او مجاهدينو هېواد دی، هر چا چې د ولس د خدمت په موخه له دې خاورې سره خيانت وکړ، مخ یې تور او په ټولنه کې د نفرت وړ ګرځېدلي.

    د مسعودیزم یاغیانو یو وخت د ولس په زړونو کې د اتلانو په نوم ځای پیدا کړ، کلونه کلونه یې وخوړل او وګټل، خو هیڅ کار یې و نه کړ؛ ډېر وخت نه و تېر شوی چې ولس پوه شو، په دې چې دوی له ګيډې ډکولو او د خپل راتلونکي د ژغورلو پرته هېواد او ملت ته بل څه نه دي کړي.

    باغیان د خلکو د مالونو او خزانو په لوټلو سرمست وو چې رسوایۍ یې ور وټکاوه او د غربت اوښ یې په دروازو کې ګونډه ووهله؛ کاش چې دا د مرګ وای وای، دا جلاوطني، بې ځایه کېدل، تبعید او بده ورځ خو به یې نه لیده.

    دا بې ریښې یاغیان په هغه ازموینه کې چې په افغانستان کې یې خلکو ته ورکړه، ناکام شول، اوس په جلاوطنۍ کې ګډوډ او لالهانده خوبونه ویني او په جلاوطنۍ کې د حکومت جوړولو په هڅه کې دي.

    ظاهراً د باغیانو زړونه خپلو غربي بادارانو ته ډک دي او د هغوی په ملاتړ خپله شا ګرمه ساتي، خو د دوی تجربې څو ځله ثابته کړې چې باداران یې خبرو ته غوږ نه نیسي، یوازې د هغوی له لارې خپلې غوښتنې عملي کوي؛ د لویدیځوالو لپاره د باغیانو ارزښت د یوې وسیلې او یا د پاکوونکي کاغذ په څېر دی.

    د افغانستان انټرنشنل خبري شبکه چې د افغانستان د اسلامي نظام پر ضد د بغاوت جبهې ملاتړې ده، د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په ۱۰مه یې د یاغیانو د جبهې د خام مشر له قوله خبر خپور کړ چې د باغیانو جبهه د جلاوطنه حکومت د جوړولو هڅه کوي.

    باغیانو هېره کړې چې افغانان نور دروغو ته غوږ نه ږدي، دوی مسلمانان او قرآن کریم یې د ژوند لارښوود دی، قرآن کریم د هود سورة په ۱۱۳ آیت کې وایي:«وَلَاتَرْکَنُوا اِلَی الّذِینَ ظَلَمُوا فَتَمَسّکُمُ النّارُ وَمَا لَکُمْ مِنْ دُونِ اللّہ مِنُ اوْلِیَاءَ ثُمّ لَا تُنْصَرُونَ».
    ژباړه: او هغوی ته مه نږدې کېږئ چې ظلم یې کړی، که داسې وکړئ نو اور به تاسو ته ورسېږي، د الله تعالی د عذاب په وړاندې به تاسو دوستان او اقارب و نه لرئ او مرسته به مو و نه شي.

    هو، قرآن کریم وايي، له هغو ظالمانو سره ملګرتیا مه کوئ چې د ملت وینې یې زبېښلې، د ملت او وطن په عزت یې تجارت کاوه؛ که له هغوی سره یو ځای شئ او تشویق یې کړئ، د خدای د غضب او د خلکو د بې باورۍ اور به درته ورسېږي.

    د افغانستان شریفو خلکو! الله تعالی ګواښ کوي چې که تاسو له ظالمانو او سرکښو سره یوځای شئ، نو تاسو به د الله په مقابل طرف یاست، څوک چې د الله تعالی په مقابل کې وي، امان نه شي موندلی، نه قوم، نه خپلوان، نه زور، نه زر، نه پیسې، هیڅ شی په مخ کې نشي درېدلی؛ راځئ چې باغیان ښه وپېژنو، خپل ځان او خپل ماشومان د دوی له شر او فساد څخه وژغورو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالههند کې د لومړي ځل لپاره د پوځي الوتکو جوړولو فابریکه پرانیستل شوه
    راتلونکي مقاله د هرات دولتي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د مغزي تومور بریالي عملیات ترسره شول

    مربوطه لیکنې

    په افغانستان کې د تجزیې او اصلیتونو د بدلون هڅې څوک او ولې کوي؟

    25 جولای 2025

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 26 جولای 2025

    افغان او بیلاروسي ډیپلوماټانو افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي

    په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د دغه هېواد لپاره…

    په تېرو درې مياشتو کې څه باندې پنځه سوه زره جريبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

    26 جولای 2025

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان: افغانستان ته د سفر کولو چمتووالی لرم

    26 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    افغان او بیلاروسي ډیپلوماټانو افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي

    26 جولای 2025

    په تېرو درې مياشتو کې څه باندې پنځه سوه زره جريبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

    26 جولای 2025

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان: افغانستان ته د سفر کولو چمتووالی لرم

    26 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،991 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،925 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.