Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره
    تبصرې

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    صابر افغانصابر افغان25 جون 2025څرگندونې نشته10 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تحلیل

    مقاومت جبهه: په ۲۰۲۱ز کال کې د سرپرست حکومت په وړاندې، د احمد مسعود په مشرۍ، د پرځېدلي جمهوریت د ځینو جنرالانو او نظاميانو په غړیتوب رامنځ ته شول. «دوهم مقاومت» د دغه ډلې تعقیبي شعار او د مخکنۍ متحدي جبهې د دوهم مقاومت په توګه اعلان شوی دی، اصلاً دغه جبهه د ۱۹۹۰مو کلونو پر مهال د هېواد په شمال کې، د متحدي جبهې یا هم شمالي ټلوالې په نوم رامنځ ته شوې ده، شمالي ټلواله چې د احمدشاه مسعود او برهان الدین رباني په مشرۍ یې اکثر فعالیتونه د هېواد په شمال او نورو سیمو کې لرل، د یو شمېر نورو هغه تنظیمونو غړي هم ورسره وو، چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته یې په افغانستان کې ټوپک سالارۍ ته لاس واچاوه او د جمعیت ګوند، یا شمالي ټلوالې په نوم یې سیمې د یوې انارشي ډلې په توګه تر واک لاندې لرلې.

    وروستۍ مقاومت ډله چې غړي یې په لومړیو کې د هېواد په یوه دره کې راټول شول، د سرپرست حکومت په وړاندې یې له لږ مقاومت او درنو تلفاتو وروسته فعالیتونه له خنډ سره مخ شول، مشرتابه او ډېر شمېر غړي یې بهر ته وتښتېدل؛ ځينې غړي یې چې لا هم تر څه مودې د پنجشیر او اندرابونو په لوړو غرونو کې اوسېدل او ځینې وخت یې سرخوږی جوړاوه، د سرپرست حکومت د امنیتي ارګانونو په توسط له منځه یووړل شول او د هېواد په داخل کې یې شتون ته د پای ټکی کېښودل شو.

    د مقاومت جبهې د غړو وضعیت: د دغه جبهې ډیری غړي له افغانستان څخه له تېښتې وروسته بهرنیو هېوادونو ته وتښتېدل، په ځانګړې توګه ایران، ترکیې، تاجکستان، فرانسې، جرمني او اروپايي هېوادونو ته یې پناه یووړل او دا مهال هلته اوسېږي. د مقاومت ډلې ټيټه طبقه چې په یادو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي، له خراب اقتصادي حالت او بندیزونو سره مخ دي، خو بالعکس یې مشرتابه مستریح ژوند لري، اقتصادي وضعه یې برابره او له بندیزونو سره مخ نه دي. د دغه ډلې ټيټ رتبه غړي د ناسم وضعیت له کبله ډیری وخت د نورو ډلو او سازمانونو په پلوي هم مختلف فعالیتونه کوي، لکه استخباراتي ادارو ته جاسوسي فعالیتونه او د داعش په شمول نورو وسلوالو ډلو ته تبلیغاتي فعالیتونه(ځکه چې د مقاومت جبهې غړي ګډ مشترکات ورسره لري). په دې وروستیو کې د دغه ډلې غړي په ایران کې هم موساد ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو. له داعش او نورو مخالفو وسلوالو ډلو سره خو یې مشترکات او همکارۍ ډیره مخکنۍ او ثابته شوې خبره ده.

    مشروعیت: د مقاومت جبهې جګړه له اسلامي نظام څخه بغاوت دی، له همدې کبله دا جګړه ناروا ده(د لا ډیرو تفصیلاتو لپاره «مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده» د هندوکش غږ لیکل شوې سلسله ولولئ)؛ د دې ترڅنګ چې مقاومت جبهه دیني مشروعیت نه لري، د ولس په منځ کې هم منلې ډله نه ده، ځکه له لومړیو د دغه جبهې شعارونه تر یوې سیمې پورې محدود وو، د ملي ګټو په ضد دریځ لري، د جګړې روایت یې ناسم او شعارونه یې د ټول ولس استازیتوب نشي کولی، همدا راز د دغه ډلې په شمول د سرپرست حکومت ټول مخالفین او د افغانستان پخواني سیاستوال خپلې ټولې برنامې او امکانات له بهرنیو هېوادونو ترلاسه کوي، دا چې هدایات ټول له پردیو ترلاسه کړي او هېواد ورباندې وپلوري، نو مشروعیت به څنګه ولري!؟

    په افغانستان کې یې د جګړې بڼه او تبلیغات: د هېواد په داخل کې د مقاومت جبهې له ماتې وروسته چې کله د دغه ډلې غړي بهر ته وتښتېدل، د هېواد په داخل کې یې د رواني امنیت او ثبات د زیانمنولو لپاره په یو شمېر هڅو لاس پوري کړ، تر څو له هېواد بهر، پر نړۍوالو سټېجونو له پامه ونه غورځي. په همدې موخه مقاومت جبهې یو شمېر داسې چریکي فعالیتونه تنظیم کړل، چې خورا ارزانه وو؛ لومړی به یې څو تنه د پیسو په بدل کې تیار کړل، تر څو په عامه ځایونو کې بریدونه ترسره کړي او ملکیانو ته، په هغوی کې د ویرې خپرولو په موخه تلفات واړوي، د چاودېدونکو توکو له چاودلو او تبلیغاتي ویډیو له ور لېږلو وروسته به یې هماغه افرادو ته د پیسو ورکولو پر ځای، هغوی امنیتي ادارو ته افشاء کړل.

    د ولسي وګړو په منځ کې مقاومت جبهې د دغسې څو چریکي بریدونو له پرله پسې ناکامۍ وروسته، په ځینو ګلدانونو کې لاسي بمونه غورځول، چې له ویرې خپرولو او تبلیغاتي ویډيوګانو چمتو کولو پرته یې نه تلفات لرل او نه یې د لاسته راوړنې په توګه یادولی شي. په نهايت کې د امنیتي ادارو له پرله پسې هڅو وروسته د مقاومت ډلې غړي او همکاران ونیول شول او عدالت پرې تطبیق شو، چې له دې سره د دغه ډلې د وسلوالې جګړې فیصدي بیخي صفر ته ټیټه شول او نظامي بڼه یې له منځه لاړل.

    مقاومت جبهه دا مهال تنها په ټولنیزو رسنیو کې دوه ډوله حضور لري؛ اول، یو شمېر هغه قوماندانان چې په ۲۰۲۱م کال کې یې بغاوت کړی و، د افغانستان په ځینو غرونو کې یې په بېلابېلو نېټو، زاویو او موسمونو کې ویډيوګانې ثبت کړې او بیا ایران، ترکیې او فرانسې ته تښتېدلي دي، اوس د هماغه نېټو له را رسېدو سره په ټولنیزو رسنیو کې ویډيوګانې خپروي، چې کاملاً بې بنسټه دي، په افغانستان کې حضور او تر خپل حاکمیت لاندې یوه لوېشت خاوره لا هم نه لري؛ دویم، په فیسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو پلټ پارمونو کې د مقاومت جبهې د مشرانو او غړو له خوا په بېلابېلو هویتونو او نومونو جوړ شوي اکاونټونه دي، چې له لارې یې د هېواد په ضد ناسم تبلیغات کوي.

    داخلي اختلافات: د مقاومت جبهې بنسټ او اساس په اختلافاتو ایښودل شوی، ځکه دا د مادیاتو او قدرت لاسته راوړلو په هدف له داسې خام فکره جنګ سالارانو جوړه شوې مجموعه ده، چې ټوله ډله یې د شخصي ګټو پر بنسټ یو له بل سره تعاملات کوي. د شخصي ګټو پر سر یې اختلافات اوج ته رسېدلي، په منځ کې یې د یو او بل له منځه وړلو طرحې جوړیږي، د بهرنیو استخباراتو له خوا په ورکړل شویو پیسو باندې یې په منځ کې ناندرۍ زیاتې دي، چې دې ټولو د ټوټه کېدو خوا ته وړي دي، بلکې د ټوټه کېدو او حذف څرکونه یې میاشتې وړاندې څرګند شوي وو؛ د امرالله صالح له خوا د نوي جبهې د رامنځ ته کېدو پر سر د افرادو جلا کېدو او جبهې د ویشل کېدو، په ایران کې د مقاومت جبهې د یو مهم غړي محمد سمیر اندرابي وژل کېدل او ځينې نورې پېښې یې ښه ښکاره بیلګې کېدلی شي.

    نړۍوال ملاتړ او ناکامې ناستې: له شک پرته چې ځینې استخباراتي سازمانونه او هېوادونه به د خپلو ګټو لپاره له مقاومت جبهې څخه د لنډ مهال لپاره ملاتړ کوي، ترڅو خپل سیاسي اهداف پرې ترلاسه کړي، خو که په تېرو څلورو کلونو کې د مقاومت جبهې وضعیت، له دغه ډلې څخه نړۍوال ملاتړ او د دوی ناستې ارزیابي شي، نو دا پایله لاس ته راځي چې په تېرو څلورو کلونو کې د احمد مسعود او د هغه د څو نفري ټیم په توسط د نړۍوال ملاتړ د جلب لپاره ګڼ شمېر سفرونه، سیاسي ملاقاتونه، تبلیغات، ناستې، لابي‌ ګرۍ او نورې کړې هڅې بې‌ نتیجې وې، ځکه هېوادونه تر ډیره له هغو خوځښتونو ملاتړ کوي، چې واضح جوړښت، رهبري او مشروعیت ولري، خو مقاومت جبهه بیا یو پاشلی او له داخلي اختلافاتو ډک جوړښت دی، سالمه رهبري او مشروعیت نه لري.

    د مقاومت ډلې د ننه بې‌ اتفاقۍ، ناسم جوړښت، د مشرانو ترمنځ یې د واک او پیسو ژور اختلافات، نه‌ همغږي او یو شمېر نور خنډونه د دې لامل شوي چې بهر ته په یو واضح او واحد موقف وړاندې نه شي؛ په قومي، سمتي او ژبنيو تعصباتو کې له دغه ښکېلې ډلې سره د نړۍ تعامل لیرې خبره ده. د دغه ډلې هره لیدنه، غونډه، اعتراض، کنفرانس او فعالیت یواځې عکسونه، خبرونه او احساساتي اعلامیې دي او بس!

    د مقاومت جبهې د ښځو شوری: دغه انلاین شوری وخت نا وخت له نا معلوم ځای څخه اعلاميې خپروي او د بېلابېلو مسایلو او پرېکړو په اړه مطبوعاتي سنګر نيونې کوي؛ د دغه شوری مشري زهرا کاظمي کوي، خو په دې اړه معلومات نشته چې په دغه شوری کې نورې ښځې څوک دي، دفتر او تشکیلات یې چیرته دي او دقیقاً د کومو اهدافو لپاره فعالیت کوي!؟ خو تر دې مهاله دغه مبهم ادرس د هېواد په بهر او داخل کې څو تنې پروژه یي ښځې هڅولي، چې په لوڅو او پټو مخونو څو ناسم او تبلیغاتي کلیپونه جوړ کړي او په افغانستان کې اوسنی حاکمیت په مطبوعاتي(!) مبارزه وننګوي.

    د دغه شوری له مبهمو تبلیغاتي فعالیتونو داسې هم تحلیل کېږي، چې د مقاومت په نوم د ښځو یاده شوری د احمد مسعود د کورنۍ خیالي شوری ده، چې بنسټیز هدف یې له سرپرست حکومت سره د مخالفت په نوم له غرب څخه ملاتړ او پیسې ترلاسه کول دي. مقاومت جبهه ښځې د پیسو ګټلو او فشار د ابزار په توګه، د خپلو سیاسي ګټو لپاره استفاده کوي او نوري موخې پرې پالي؛ مقاومت جبهې ته نه د ښځو حقونه، نه د افغانانو رواني امنیت او نه هم نېکمرغي ارزښت لري، بلکې یواځې شخصي ګټې ارزښت ورته لري.

    ننګونې:
    ۱. مقاومت جبهه هېڅکله بریا ته نشي رسیدلی، ځکه افغانستان چې لا هم د همدې جنایتکارانو له خیانتونو رغېدلی نه دی، یو ځل بیا پکې له دیني او ولسي مشروعیت پرته د دغسې نیابتي ډلې جګړه عملي بڼه نشي خپلولی.
    ۲. شرایط له ۱۹۹۰مو کلونو سره بدل شوي دي، د نړۍ پالیسي هماغه پخوانۍ نه ده، نړۍ د جګړې پر ځای د سوله ییز پرمختګ، تعاملاتو او تفاهم له لارې د ستونزو د حل پلوي کوي، په ځانګړې توګه غربي هېوادونه چې مقاومت جبهه ترې تر هر چا ډیري غوښتنې کوي، ورته پالیسي یې خپله کړې ده.
    ۳. سرپرست حکومت پر ټول هېواد کنټرول لري او لا له پخوا یې پر ټولو سیمو نفوذ ترلاسه کړی او برلاسی دی.
    ۴. د مقاومت جبهې لوژستیکي منابع او ملاتړ ډیر محدود دی.
    ۵. خپل منځي اختلافاتو او ټکرونو پرې د پرمختګ دروازې تړلي او په دې هېواد کې یې نور د دوی لپاره هېڅ ځای ندی پرې ایښی.

    راتلونکی احتمالي وضعیت: مقاومت جبهه چې محدوده ډله ده، د پردیو غېږې ته د پناه وړلو له کبله د نورو د لوبو قرباني کېږي، د نورو لپاره به په بهر کې جاسوسي فعالیتونه کوي، افغانستان ته به یې توجه کمه او د سیاسي انزوا له کبله به د جګړې همداسې ځواک له لاسه ورکړي، لکه څنګه چې یې په ۲۰۲۱م کال کې له لاسه ورکړ، بل خوا د افغانستان خلک هم بیدار شوي، هېڅکله به دغسې پلورل شوې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې بیا واک ته ستانه شي او د هېواد د بربادۍ لپاره خپل شوم پلانونه عملي کړي، همدا راز که د مقاومت جبهې په وړاندې ننګونې دوام وکړي، نو لیرې نه ده چې د همدې اختلافاتو، بې اتفاقۍ، جلا والي، انزوا، فشار او انشعاب له کبله، له د ننه چاودنه وکړي او له منځه لاړه شي.

    حل لاره: احمد مسعود او د هغه پر شاوخوا ور ټولې ډلې لپاره پکار ده چې د داسې بغاوت، مخالفت، جګړې او نا امنۍ په ځای د سولې، امن، ثبات او سوکالۍ غېږي ته راستانه شي، چې بې پایلې دي، نه پرې واک ته رسېدلی شي او نه له دې لارې شخصي ګټې تأمینولی شي. په هېواد کې سوله ییز ژوند خپلول د هېواد د با ثباته راتلونکې بنسټ دی. د پرځېدلي جمهوریت زرګونه لوړ رتبه او ټيټ رتبه چارواکي او نظامیان د هېواد په داخل کې ارام ژوند کوي، حتی له سرپرست حکومت سره د دغه حکومتولۍ او هېواد د ښه کېدو، با ثباته کېدو او بیا جوړونې په هدف مرسته کوي. د مقاومت ډلې غړي باید وروستی فکر لومړی وکړي، لا هم ناوخته نه ده چې له بغاوته لاس واخلي او د امن تر چتر لاندې د ارام ساه واخلي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو تېرې درې ورځې په ۵۴ بريدونو کې ۹۲ پاکستاني عسکر وژلي او ۷۲ ټپيان کړي

    مربوطه لیکنې

    د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش

    17 جون 2025

    د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش

    17 جون 2025

    د سحر او جادو له تور بازار او ناوړه کاروبار سره د مبارزې جدي هڅې

    21 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 25 جون 2025

    د ایران او اسرائیلو ۱۲ ورځنۍ جګړه؛ دواړو لوریو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

    د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ په تېره ۱۲ورځنۍ جګړه کې دواړو خواوو ته درانه…

    پاکستاني طالبانو تېرې درې ورځې په ۵۴ بريدونو کې ۹۲ پاکستاني عسکر وژلي او ۷۲ ټپيان کړي

    25 جون 2025

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    25 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران او اسرائیلو ۱۲ ورځنۍ جګړه؛ دواړو لوریو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

    25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو تېرې درې ورځې په ۵۴ بريدونو کې ۹۲ پاکستاني عسکر وژلي او ۷۲ ټپيان کړي

    25 جون 2025

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    25 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.