د احمد مسعود په مشري مقاومت جبهه چې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې یې د ناسمو روایاتو پر بنسټ په افغانستان کې د سرپرست حکومت په وړاندې سیاسي او نظامي مبارزې ته لاس اچولی دی، په افغانستان کې یې د داخلي جګړو، ګډوډۍ او پاشلتیا په پلویتوب د داسې روایاتو ایجاد او قوي کولو ته کار ویلی، چې د افغانانو په منځ کې مردود دي.
مقاومت جبهې په خپل شاوخوا څلور کلن مزل کې، په افغانستان کې د خپلې جګړې لپاره د قومي تعصب له روایت استفاده کړې ده، دې جبهې هڅه کړې چې د پښتون، تاجک، هزاره او نورو قومونو ترمنځ د تعصباتو د شتون په نوم، فاصلې ایجاد کړي او په دې سره سربازګیري وکړي. خو دا روایت یې ناسم ثابت شوی او همېشه د افغان ولس او سرپرست حکومت عملي دریځ د دوی ناسم تبلیغات دروغ ثابت کړي دي.
د مقاومت جبهې په منځ کې د قومي مسایلو پر سر د اختلافاتو له امله درزونه رامنځ ته شوي؛ د ویانا په وروستۍ غونډه کې هم، چې د احمد مسعود او یاسین ضیاء د دوه جبهو په مشري جوړه شوې وه، د نورو قومونو استازو او د پرځېدلي جمهوریت مهمو چارواکو ګډون نه و پکې کړی، نسبتاً نورو ناستو ته دغه ناسته له دې امله کم رنګه وه، چې مقاومت جبهې په افغانستان کې د قومي تعصباتو د ایجاد په برخه کې پراخو تبلیغاتو ته لاس اچولی او د دې روایت په ایجاد سره هڅه کوي قومونه متفرق کړي، له همدې امله یو شمېر پخوانیو سیاسیونو له مقاومت جبهې سره مخالفت او په ویانا ناسته کې له ګډون څخه ډډه کړې وه.
مقاومت جبهه چې په افغانستان کې د جګړې او ورانۍ پلوي کوي، د افغان ولس په منځ کې د قومي او نژادي تعصباتو پراخولو ته کار کوي، چې دا د ټولنې لپاره یوه د پاشلو او جګړو رامنځ ته کولو خطرناکه او زیانمنه لار ده، مګر مقاومت جبهه په دغه تګلاره تنها غواړي د خپل باطل صف غړي اضافه کړي او وراني ته لار هواره کړي.
د سرپرست حکومت د نورو سیاسي او نظامي مخالفو ډلو ترڅنګ مقاومت جبهه هم ده، چې په قومي روایاتو خلک ور جلبوي، دا هڅې یې د افغانستان د جغرافیايي جوړښت او ملت په ضد دي، ځکه افغانستان یو څو کلتوري، ژبني او قومي ملت دی او هر قوم په خپل ځای کې تاریخ، ژبه او ځانګړتیاوې لري؛ افغانان د تاریخي واقعیتونو له مخې له متنوع قومونو او کلتورونو سره یو ځای هر چیرته د دښمن په وړاندې درېدلي، خو دا چې مقاومت جبهې تاریخي واقعیتونه له پامه غورځولي، له همدې امله د متنوع قومونو په منځ کې د شرارت او تفرقې لپاره لمن وهي.
مقاومت جبهې ته د قومي روایاتو پر اساس د متعصبینو ور جلبول یواځې په لنډ مهال کې د دې جبهې لپاره ځینې ګټې لري، خو په اوږد مهال کې افغان ملت له بحراني وضعیت سره مخ کوي او خپل منځي جګړو او د دښمن د دسیسو پلي کېدو ته لار هواروي، دا روایت دښمنانو ته زمینه برابروي چې افغانستان نور هم تقسیم کړي او د یووالي په ضد خپلو شومو هڅو ته لا دوام ورکړي.
افغانانو ته بویه چې د ناسمو روایاتو قرباني نه شي، بلکې د واقعیتونو پر بنسټ عمل وکړي، تر مقاومت جبهې او نورو نومونو لاندې سوداګرو د هر راز باطلو روایاتو، تبلیغاتو او فعالیتونو په وړاندې ودرېږي او افغانستان نور د پردیو د استخباراتي لوبو او دسیسو قرباني نه کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.