Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»مقاومت جبهه له ايران څخه د غرب غېږې ته فرار؛ له ايران څخه ناهيلي او که غرب ته نوي اميدونه؟
    راز

    مقاومت جبهه له ايران څخه د غرب غېږې ته فرار؛ له ايران څخه ناهيلي او که غرب ته نوي اميدونه؟

    صابر افغانصابر افغان12 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هندوکش‌غږ ته تازه رسېدلي معلومات ښيي چې مقاومت جبهې د امريکا ولسمشرۍ ته د ډونالډ ټرمپ له راتګ وروسته په ډېر شدت سره امريکا او غرب ته د لا نږدې کېدو لپاره خپلې هڅې تیزې کړې دي.

    تازه احمد مسعود د مقاومت جبهې د بهرنيو اړيکو مسؤول علي ميثم نظري ته په دې اړه نوې دندې ورکړې او سپارښتنې یې ورکړې دي او ټينګار يې کړی دی چې د امريکا او غربي متحدينو سره يې د اړيکو په برخه کې خپلې هڅې تيزې کړي.

    په همدې هدف د احمد مسعود په هدايت د يادې جبهې د سياسي اړيکو/دفتر مسؤول عبدالله خنجاني ترکيې ته سفر کړی او هلته يې د پخوانيو سياسي څهرو لکه دوستم، سياف، عطا محمد نور او محمد محقق سره ليدنې کړي دي.

    هندوکش‌غږ ته د رسېدلو کره او موثقو معلوماتو په اساس د دې لیدنو اساسي اجنډا هم د اسلامي امارت د سياسي مخالفينو د واحد چتر رامنځ ته کولو په اړه د مقاومت جبهې او مقاومت شوری ته د غربي هيوادونو د پيغام انتقال او ورباندې بحث وو؛ دغه جبهه او شوری په دې هڅه کې دي چې د غرب خصوصا د انګلستان او امريکا په ځانګړي ډول د ټرمپ د ټيم په حمايت تر يو واحد چتر لاندې د اسلامي امارت مخالفين راټول کړي.

    هندوکش‌غږ ته د رسېدلو معلوماتو په اساس د دې پروژې لپاره له مقاومت جبهې سره د انګلستان په شمول د غربي هيوادونو له لوري تازه د يو ميليون ډالرو مرستې ژمنه شوې ده چې يوه برخه يې د انګلستان له لوري ورته ورکړل شوې هم دي.

    د مقاومت جبهې له دې خپلسريو او غرب پالنې څخه ايران ډېر په انديښنه کې دی؛ تازه يې مقاومت جبهې ته څو ځله يادونې او سپارښتنې کړې دي چې له غرب سره د نږدېوالي څخه ډډه وکړي، خو بالعکس احمد مسعود بيا خپله او د علي ميثم نظري او عبدالله خنجاني په توسط د غرب او امريکا سره د اړيکو د لا قوي کولو لپاره خپل فعاليتونه تېز کړي دي چې په مقابل کې يې ايران هم په ايران کې د مقاومت جبهې له دفترونو سره خپلې مرستې بندې کړې او تازه يې نور محدوديتونه هم ورباندې راوستلي دي.

    ايران د مقاومت جبهې لخوا ډونالډ ټرمپ ته د مبارکۍ ورکولو په اړه هم له شخصي لارو خپل غبرګون ښودلی، ځينې د ايران سپاه پاسداران ته نږدې رسنیو لکه تسنيم افغانستان او نورو د مقاومت جبهه د احمد مسعود د کورنۍ انحصاري ډله بللې او د تأديب په شکل يې ليکي دي چې د مسعود کورنۍ د ټرمپ د بريا د لومړنيو مبارکي ورکوونکو څخه شول!

    هندوکش‌غږ ته د رسېدلو کره معلوماتو په اساس مقاومت جبهه د انګلستان د استخباراتو او سي آي اې(CIA) لپاره کار کوي او د غربي استخباراتي سازمانونو له لارې په مستقيم او غير مستقيم ډول د اسرائيلو استخباراتو ته هم کار کوي، اسرائيل چې په نړۍ کې د ايران د نفوذ د مخنيوي او کمزوري کولو لپاره فعاليت کوي؛ په ايران کې د مختلفو وجوهاتو له مخې ورته مقاومت جبهه، د مقاومت شوری ځينې څهرې او نورې امارت ضد ډلې يو ښه ابزار دی او تر دې پوښښ لاندې کولای شي په ډيره آسانۍ سره خپل د ضرورت وړ معلومات راټول او انتقال کړي.

    د هندوکش‌غږ د مؤثقو او کره معلوماتو په اساس څه موده مخکې هم په تاجکستان کې د امريکا د سي آی اې سازمان د مسؤولينو او د مقاومت جبهې د ځينو کسانو تر منځ ليدنې شوې وې، همدارنګه په تېرو څو مياشتو کې د فرانسوي الاصله يهودي جاسوس او ميليونر برنارد هنري ليوي او احمد مسعود او د مقاومت جبهې د خارجي او سياسي کميټو له مسؤولينو سره ليدنې او کتنې زياتې شوې دي.

    برنارد دغه راز څه موده مخکې د عبدالرشيد دوستم سره هم ليدنه کړې ده؛ داسې اطلاعات شته چې مقاومت جبهه او ځينې نور پخواني سياسيون او نظاميان د برنارد له لارې په غير مستقيم ډول اسرائيلو ته هم جاسوسي کوي.

    برنارد هنري لوي يو سرسخت يهودي او د طالبانو او ايران د سرسختو مخالفينو څخه دی او په ښکاره ډول له غزې څخه د مسلمانانو او فلسطيني مجاهدينو د له منځه وړلو او ختمولو حامي او طرفدار دی، هغه په يوه تازه ليکنه کې چې اسرائيلي رسنیو هم نشر کړې ده؛ غزه يې د اسرائيلو اصلي خاوره ياده کړې.

    تحليل ګران په دې نظر دي چې د مقاومت جبهې روابط او ملګري له ايران سره تکتيکي بڼه لري او د دوی د روابطو اصلي او ستراتيژيک اړخ له غرب سره دی چې اوس د ټرمپ په بريا سره د دوی هيلې او اميدونه نور هم ډېر شوي دي نو ځکه غواړي د ايرانيانو سره نور له خپل تړون څخه ځانونه خلاص او له غرب سره خپلې اړيکې مضبوطې کړي.

    مخکینۍ مقالهد ايران د اسعارو په بازار کې د افغانيو ارزښت نوی ريکارډ جوړ کړی
    راتلونکي مقاله د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت يوه معياري سړه خونه جوړه شوې

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 21 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵ھ ق. ۲_ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا…

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.