مقاومت جبهه له پیله تر نن پورې، نه يوازې دا چې د طالبانو پر وړاندې یې کوم ميدان نه دی ګټلی، بلکې د دې جبهې په داخل کې د اختلافاتو، رقابتونو او شخصي سیاستونو سیالۍ ورځ په ورځ په زیاتېدو دي.
د محقق سفر او مسعودي حساسيت:
محمد محقق چې د هزاره قوم يو پياوړی سياسي مشر او د مقاومت شوری غړی دی، کله چې د يوه هيئت په مشري ايران ته سفر وکړ، دغه کار احمد مسعود سخت نارام او اندېښمن کړ. مسعود دا سفر د خپل سياسي موقف لپاره یو خطر وباله؛ ځکه دا څرګنده شوه چې ايران یوازې له هغه نه، بلکې له نورو سياسي څهرو سره هم د همکارۍ دروازې پرانيستې ساتي.
محقق ته د ايران له لوري د لسګونو زرو ډالرو مرستې هم دا شک پياوړی کړ، چې ښايي ايران غواړي سياسي تمرکز له احمد مسعود څخه واړوي او د ده پر ځای داسې څهرې مخ ته راولي چې له د دوی له ګټو سره يې تماس زيات وي.
ايران – ګټور لوبغاړی یا دوه مخی همکار؟
ايران له پخوا د افغانستان له سياسي ډلو سره د نفوذ او اړيکو لرونکی هيواد دی؛ د احمد مسعود او محقق د سفرونو تر منځ کم تر کمه لس ورځې واټن ښيي، چې ايران هڅه کوي د مختلفو جهتونو سره تماس وساتي.
که څه هم د هندوکشغږ د معلوماتو پر اساس، ايراني چارواکو احمد مسعود ته ډاډ ورکړ چې له محقق سره يې لیدنې تشریفاتي وې، خو د دغه تسليو تر شا د سياسي هوښیارۍ او موازنې پاليسي پرته بله معنا نه لري. ايران نه غواړي یوازې پر يو اړخ پانګونه وکړي، بلکې د سياسي نفوذ لپاره د ټولو مخالفو جبهاتو تر منځ فاصلې کنټرولوي.
د مقاومت شوری دننه شخړې:
د محقق په مشري ايران ته د هيئت تلل، پرته له دې چې د مقاومت جبهې او احمد مسعود نږدې کسان پکې شامل وي، دا ښيي چې د شوری دننه د باور، نفوذ او استازيتوب پر سر ژور اختلاف موجود دي. خپله احمد مسعود او په ايران کې موجود اسماعيل خان او حضرت علي چې د احمد مسعود سره تر دې مهاله وفاداري او څه ناڅه مشترکات لري، بې خبره ساتل شوي وو، چې وروسته يې په سختو ټکو کې خپل اعتراضات وړاندې کړل.
دغه عمل ښيي چې د شوری غړي هڅه کوي مسعود منزوي کړي او د مقاومت بيرغ د خپلو سیاسي اهدافو لپاره استعمال کړي. دا اختلافات يوازې تر ليدنو محدود نه دي، بلکې تر ملي مجمع پورې غځېدلي، چې بالاخره یې طوفان له مجمع څخه هم وويست.
د سياف، اسماعيل خان او نورو دریځونه:
د سياف مخالفت، د اسماعيل خان بېخبره پاتې کېدل او د حضرت علي نیوکې دا ښيي چې د مقاومت په نوم جوړې شوې شوری او جبهه، عملاً د يوې پياوړې او يو موټې جوړښت پر ځای، د متفرقه شخصيتونو، قومي لابيګانو او شخصي ګټو ګډه مجموعه ده. دا جبهه نه د يو فکر پر محور ولاړه ده، نه هم د یو مهالوېش او هدف پر اساس منظم شوې ده.
پایله – د مقاومت سیوری او سياسي خلا
د احمد مسعود اعتراضي سفر ايران ته دا راښيي چې د شخړې اصل محور، نه نظامي مبارزه ده، نه د مهاجرينو برخليک او نه هم د هېواد نجات(!)، بلکې شخصي حيثيت، سياسي رقابت او مالي سرچينې دي. دا ډول وضعيت يوازې د يوې ناکامې جبهې نښې نه دي، بلکې د دوی د ټولې سياسي طبقې ماتې ته اشاره کوي.