Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»مقاومت که مزاحمت؟ د جبهې تش په نوم مبارزه!
    لیکني

    مقاومت که مزاحمت؟ د جبهې تش په نوم مبارزه!

    صابر افغانصابر افغان24 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    دا معلومه خبره ده چې په افغانستان کې نږدئ یوه سلیزه کېږي چې مختلف حکومتونه راغلي او واپس له منځه تللي چې د هر یوه د زوال عوامل هم سره بېل دي، خو پر دې سربېره په افغانستان کې یو ډېر وړوکی اقلیت خلک شتون لري چې تل یې د افغانستان د مرکزي نظامونو پر وړاندې بغاوت کړی دی.

    دا ډله خلک داسې معلومېږي چې یوه ارثي ناروغي لري د کومې له وجهې چې تل خپل اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او د پردیو جاسوسي او غلامي ته غاړه ږدي.

    دا ډله خلک که څه هم ډېر کم او تر ډېره د یوې کورنۍ، یوې کوچنۍ علاقې او سیمې خلک دي خو دوی تل په یو نه یو ډول د افغانستان حکومتونو ته مزاحمت جوړ کړی وي، اګر که په حکومت کې ښه غوښنه برخه هم ورکړل شوې وي.

    که بېخي لېري لاړ نه شو او په دې وروستیو شلو کلونو کې د افغان حکومتونو په وړاندې مزاحمت او بغاوت کوونکي را واخلو نو جوته به شي چې همدا کوچنوټې ډله چې په اصل کې د شر او فساد یوه خارج تمویله ډله ده؛ ټول تخریب کوونکي کارونه دوی ترسره کوي.

    د اوسنۍ تش په نوم مقاومت جبهې غړي هغه څوک دي چې هیڅ ښه سابقه نه لري او دوی د خپلې هغې رواني ناروغۍ چې له کلونو کلونو د دوی په کورنۍ کې شتون لري په اساس نه یوازي د افغانستان اسلامې امارت بلکې د لاسپوڅې جمهوریت، چې دوی فعاله ونډه هم پکې لرله، په وړاندې هم مزاحمت جوړ کړی وو.

    دوی پر دې سربېره چې د اسلامي نظام او قوانینو سرغړونه کوي، تل یې د خپل جمهوریت قوانین هم ننګول، د جمهوریت پښتون ټبره مشرانو ته یې توهین کاوه او د جمهوریت عسکر یې شکنجه کول.

    په کرزي او غني به یې هغه فرمایشات منل چې یوازي د دوی خپل خواهشات وو او نور یې هیڅ ارزښت نه درلود او هغوی یې پر وړاندې هیڅ اقدام هم نشو کولای او نه یې دا صلاحیت درلود.

    اوس که څوک اسلامي امارت له همدغه مقاومتیانو سره تعامل ته رابولي هغه په حقیقت کې یو ځل بیا افغانستان د سیاسي، امنیتي او نورو بې ثباتیو په لور سوق کوي، ځکه همدا مقاومتیان دي چې تل یې افغانستان بې ثباته او له پرمختګ ګوښه ساتلی وو.

    مخکینۍ مقالهله موازي حکومت څخه د دوستم موخه څه ده؟
    راتلونکي مقاله بدخشان کې د انجونو يو ښوونځی جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو

    مربوطه لیکنې

    له افغان هویت انکار؛ د تاریخ او واقعیت په وړاندې د مخالفینو جګړه

    16 دسمبر 2025

    آیا د مخالفینو د ائتلاف غوښتنې شخصي دي که ملي؟

    16 دسمبر 2025

    د مخالفو ډلو د متزلزلو ائتلافونو چټک زوال

    14 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 17 دسمبر 2025

    تاجکستان سره پر پوله په چينايي وګړو بريد کوونکي په نښه او نيول شوي

    المرصاد رسنيز ادرس د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه…

    بلوڅ وسله والو چين ته خبرداری ورکړی چې د بلوچستان د طبيعي سرچينو له پروژو لاس واخلي

    17 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو لکي مروت کې یو پولیس او یو اربکی هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تاجکستان سره پر پوله په چينايي وګړو بريد کوونکي په نښه او نيول شوي

    17 دسمبر 2025

    بلوڅ وسله والو چين ته خبرداری ورکړی چې د بلوچستان د طبيعي سرچينو له پروژو لاس واخلي

    17 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو لکي مروت کې یو پولیس او یو اربکی هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.