د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر « په افغانستان کې پانګونې ته بلنه» تر عنوان لاندې لوی کنفرانس ته په خپلو خبرو کې ويلي چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او دغه راز د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه اساسي ګامونه اخیستي.