د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر او د ترکمنستان ولسمشر قربان‌قلي بردي محمدوف د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي برادر ټاپي د سیمه‌ییزې همکارۍ، اقتصادي یووالي‏ او ګډې سوکالۍ رامنځته کېدو لپاره مهمه بللې او ویلي یې دي، چې اوسمهال یې په افغانستان کې عملي چارو ۱۴ کیلومتره پرمختګ کړی دی.

ښاغلي برادر زیاته زیاته کړې، چې د ا.ا لیدلوری یوازې تر ټاپي پروژې محدود نه دی؛ بلکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ‏ د اقتصادي دهلېز د پراختیا په هدف کار کوي.

د خبر پاڼې له‌مخې، په دغه دهلېز کې د ټاپ – ۵۰۰ برېښنا د انتقال پروژه، د ریل پټلۍ جوړونه، سړکونه او لوجستیکي مرکزونه او نورې اقتصادي پروژې شاملې دي، چې اسلامي امارت یې د پلي کېدو، امنیت او دوام لپاره پوره ژمن دی.

له بل لوري، د ترکمنستان ولسمشر د کابل او عشق اباد اړيکې پياوړې او د پراختيا په حال کې بللي او له افغان حکومت يې مننه کړې، چې د دغې مهمې سيمه ييزې پروژې د تطبيق لپاره يې پوره همکاري کړې ده.

نوموړي وړاندې ټاپي پروژه خپل لومړیتوب بللی او زیاته کړې یې ده، چې د تطبيق لپاره یې اوسمهال تر ټولو ښه شرايط برابر شوي او په سيمه کې يوازينۍ پروژه ده چې نړيوال ملاتړ له ځان سره لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version