Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه
    افغانستان

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    صابر افغانصابر افغان21 جولای 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن دوشنبه (د چنګاښ، ۳۰مه) په ملي پراختیا شرکت کې د څو تولیدي فابریکو کمپلیکس پرانیست.

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له‌مخې، ښاغلي برادر د تولیدي فابریکو د دغه کمپليکس بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټیز ګام بللی او زیاته کړې یې ده، چې په دې سره به پر بهرنیو تولیداتو د افغانستان تکیه راکمه او د کورني صنعت په پیاوړتیا او پراختیا کې به د پام وړ مرسته وکړي.

    نوموړي د خبرو پر دوام، یو ځل بیا پر ټولو پانګوالو او سوداګرو غږ کړی، چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي او په خبره یې اوس‌مهال په افغانستان کې د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

    ښاغلي برادر د ملي پراختیا شرکت له مسوولینو منننه کړې چې دغه تولیدي فابریکې یې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته بیا فعالې کړې او له هغوی یې غوښتي چې هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.

    د یادونې وړ ده چې د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس اوسمهال د قوش تېپې کرنیزو کمپلیکسونو لپاره د ماشین آلاتو او کرنیزو وسایلو، د صنعتي او کوچنیو فابریکو ماشین الاتو، ټرانسپورټي وسایطو، برقي وسایلو، مختلفو پرزه جاتو او د کانالونو او اوبو بندونو د دروازو د قطعاتو په شمول ۱۰۵ ډوله تولیدات کوي، چې یو شمېر تولیدات یې نندارې ته هم وړاندې شوي دي.

    مخکینۍ مقالهاسرائیلي رژیم د یمن الحدیده بندر پر تأسیساتو بریدونه کړي
    راتلونکي مقاله د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي له خپل اماراتي سیال سره ټلیفوني خبرې کړي

    28 مارچ 2026

    تېر کال له سل زرو زياتو بهرمېشتو ته په غير حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي

    28 مارچ 2026

    د افغانستان او ازبکستان د سوداګريزې شورا لومړنۍ غونډه ترسره شوه

    27 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 28 مارچ 2026

    پاکستاني طالبانو بنو کې پاکستاني پولیسو ته کمین ورکړی او درانه تلفات یې ور اړولي

    ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې پاکستاني طالبانو نن (شنبه) مازدیګر مهال د خیبر پښتونخوا…

    مولوي امیرخان متقي له خپل اماراتي سیال سره ټلیفوني خبرې کړي

    28 مارچ 2026

    د یمن حوثیان: د امریکایي-سعودي ائیتلاف بریدونو کې ۶۰ زره یمنیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    28 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو بنو کې پاکستاني پولیسو ته کمین ورکړی او درانه تلفات یې ور اړولي

    28 مارچ 2026

    مولوي امیرخان متقي له خپل اماراتي سیال سره ټلیفوني خبرې کړي

    28 مارچ 2026

    د یمن حوثیان: د امریکایي-سعودي ائیتلاف بریدونو کې ۶۰ زره یمنیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    28 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،080 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،155 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.