
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د پامیر المونیمي «قطیو» تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ وایي، دا په افغانستان کې د المونیمي «قطیو» د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیونه ډالر پانګونه پکې کېږي.
دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.

