
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت وزير ملا عبداللطیف منصور، د روسیې د انرژۍ اوونۍ په نړیوال فورم کې ګډون کړی دی.
د سرچينې په خبره یاد نړیوال فورم د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د لوړپوړو دولتي چارواکو، پانګوالو او د انرژي سکتور د متخصصینو په حضور کې ترسره شو.
دا کنفرانس د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ، پانګونې، نوښتونو او د نوې ټکنالوژي د تبادلې لپاره یو مهم نړیوال فرصت بلل کېږي.
ښاغلي منصور د افغانستان د استازي په توګه د اوبو او انرژۍ وزارت د کړنو، لاسته راوړنو او د راتلونکو همکاریو په اړه بحثونه کړي او د ګډونوالو پام یې د افغانستان د انرژۍ پراخو ظرفیتونو او فرصتونو ته راړولی.