د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په شمال ختیځ زون کې د ۲۱۷ عمري قول اردو افسرانو، سرتېرو، انجینري لوا او هوايي ځواکونو ته امر شوی، چې له ټولو شته امکاناتو سره د بغلان سېلابځپلو سره له قربانیانو سره له هر ډول مرستې کولو درېغ ونهکړي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هوايي ځواکونو د هوا په ښه کېدو سره نن سهار په سېلابځپلو سیمو کې تصفيوي عمليات پيل کړي او تر سلو زيات ټپيان يې د ٢١٧ عمري قول اردو روغتون ته لېږدولي دي.: «همدا راز د ملي دفاع وزارت د بېړنی حالت په اعلان کولو سره، له مستحقو کسانو سره یې د خوراکي توکو، مصالحو او اولیه مرستو د وېش بهیر هم پیل کړی دی.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د هېواد د ملي اسلامي اردو منسوبین د خپلو خلکو او ولس د خدمت لپاره په کلک هوډ سره هېڅ ډول هڅې نه سپموي.
پرون په بغلان کې سخت سېلابونه راوتلي دي، چې له امله یې تر اوسه د مرگژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.
ځايي خلک وايي، د شهیدانو شمېر له سلگونه تنو ته رسېږي او په همدې شمېر کې ټپیان هم شته.