د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړهییزو گډو زدهکړو قوماندانۍ څخه ۱۵۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو څخه ۱۵۳ تنه ځوان منسوبين د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړهییزو گډو زدهکړو قوماندانۍد توپچي، مخابرې، نقلیه وسایطو او انجینري تسهیلاتو له شپږ میاشتنیو مسلکي زدهکړو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.: «تاسو د اعداد له یوې برخې څخه فارغ شوي یاست؛ تر لاسه کړې زدهکړې مه هېروئ؛ هڅه وکړئ په خپلو مسلکي برخو کې نورې زدهکړې هم ترلاسه کړئ.»
د ملي دفاع وزارت اړوند په بېلابېلو قول اردوگانو کې اوسمهال زرگونه ځوانان په نظامي زدهکړو بوخت دي، چې له فراغت وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، پولهساتنې او نورو برخو کې د خدمت په موخه لېږل کېږي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې یې اردو تر ډېره مسلکي کړې او لا هم د مسلکي خلکو روزنه روانه ده.