د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، “د حمایې او امنیت لوا له ښوونیز مرکز څخه ۱۴۵ تنه ځوان منسوبین له ۳ میاشتنیو مسلکي، عقیدوي، عملي او نظري زده کړو څخه وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.”
په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دغو مراسمو کې د ښوونې او روزنې رئیس عبدالجبار صدیقي او ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی وو.
خبرپاڼه زیاتوي، مسوولینو یاد فارغانو ته په خطاب کې ويلي، چې د هرې فتنې په مقابل کې پوره اماده ګي ولرئ، د دښمن فتنه په نطفه کې خنثا کړئ او د خپلو افتخاراتو د ساتنې لپاره کوشش وکړئ ترڅو راتلونکي نسلونه مو ترې خبر شي.”
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د ۲۰۹ الفتح قول اردو له قومندانۍ څخه ۸۰۰ ځوان منسوبين فارغ شوي وو.