
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره د سوریې پر ولسمشر او د کورنیو چارو پر وزیر لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پرېکړه لیک د امریکا له لوري امنیت شورا ته وړاندې شوی و، چې په ۱۴ مثبتو رایو سره منظور شو.
د سوریې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دا پرېکړه د سوریې سیاسي وضعیت نرمېدو او نړۍ سره د مذاکراتو پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د سوریې ولسمشر احمد الشرع امریکا ته سفر وکړي او هلته له خپل امریکایي سیال، ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

