د ملګرو ملتونو د پروژو او خدماتو د دفتر مشر، خورخه موریرا ډیسلوا ويلي، چې د غزې د بيا رغونې د پيل لپاره ۵۲ ميليارده ډالرو اړتيا ده.

نوموړي دا څرګندونې د اوربند تر اعلان وروسته کړي او زياته کړې یې ده، چې د غزې ۸۰ سلنه بنسټونه په بشپړ ډول ويجاړې شوې دي.

د ده په وینا، د بیا رغونې لومړی پړاو به د ویجاړیو پاکول وي، چې ترې وروسته به د بنسټونو بیا رغونه پیل شي.

ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د سیمې یو شمېر بډایه هېوادونه به د غزې د بیا رغونې لپاره مرسته وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version