
ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د سوډان په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول الفاشر او کردفان ایالاتونو کې د سختو جګړو له امله بشري ناورین لا ژور شوی.
د یاد سازمان په راپور کې راغلي چې سوډان کې دا مهال ۳۰ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
سرچینې زیاته کړې، د وروستیو خونړیو نښتو له امله شاوخوا ۹۰ زره کسان له الفاشر ښار او ۵۰ زره نور له کردفان ایالت څخه بې ځایه شوي دي.
ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې سوډان کې پر روان بشري ناورین سترګې پټې نهکړي.

