Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ملګري ملتونه سوکه سوکه افغان حکومت د یو واقعیت په توګه مني
    لیکني

    ملګري ملتونه سوکه سوکه افغان حکومت د یو واقعیت په توګه مني

    صابر افغانصابر افغان9 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    ډېرو په اصطلاح کارپوهانو داسې ګومان کاوه چې دا ځل به هم ممکن د طالبانو حکومت (افغان حکومت) لکه د تېر په څېر له ډیرو ننګونو او ستونزو سره مخ وي، خو افغان حکومت هر څه برعکس ثابت کړل.

    اوس د تیر برعکس افغان حکومت په ټول افغانستان واکمن دی، وسله وال مخالفت نشته او سیاسي مخالفین یې ویشلي او تیت و پرک دي، لکه د تیر په څیر ګاونډیان او نړیواله ټولنه هم د افغان حکومت پر ضد یوه خوله نه دي او تر منځ یې اختلافات شته.

    دا د افغان حکومت بریالۍ ډیپلوماسي ده چې سیمه او د نړۍ دوه لوی سیاسي-نظامي هیوادونه (چین-روسیه) یې د ځان ملګري کړي او د دوی د ګټو ملاتړ کوي.

    هغه هند چې تیر ځل یې د اسلامي امارت حکومت سره هیڅ ډول اړیکې نه درلودې او د مخالفینو (شمال ټلوالې) ملاتړ یې کاوه، دا ځل یې افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکړې، تماس چینلونه یې فعال ساتلي او د افغان حکومت په ملاتړ یې پلاوی د هرات سلما ډیم کتنې ته راځي.

    یادو هیوادونو درک کړې او اوسنی افغان حکومت د افغانستان د یو واقعیت او یوازیني مسوول حکومت په توګه مني او ځینو کورنیو مسایلو باندې پوهیږي چې حل یې وخت ته اړتیا لري.

    اوس چې موږ د ملګرو ملتونو بدلیدونکو دریځو ته ګورو نو باوري کیږو چې دوی هم ورو ورو افغان حکومت د افغانستان د یو واقعیت او یوازیني مسوول ادرس په توګه مني.ملګري ملتونه له تعامل پرته بله لار هم نه لري.

    پرون د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) مشرې روزا اتونبیا د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې دوی باید له طالبانو (افغان حکومت) سره تعامل وکړي او د دې له پاره اړتیا هم ده.

    موږ پوهیږو چې ملګري ملتونه به ډیر ژر قانع شي او هغه کورنۍ ستونزې چې اوس افغانستان کې شته، که خدای کول یوه حل لاره به ورته راوویستل شي.ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په کار ده چې بندیزونه ختم کړي، افغان حکومت د یوازیني مسؤل او ادرس په توګه ومني او د ملګرو ملتونو څوکۍ افغان حکومت ته وسپاري.

    موږ باوري یو او د ملګرو ملتونو له وروستیو دریځو څخه مالومیږي چې دوی به نږدې راتلونکي کې د افغان حکومت په خبرو قناعت وکړي او افغان حکومت به د نړیوالې ټولنې برخه شي.

    مخکینۍ مقالههغه جنرال چې د واک په دوهمه ورځ يې خپل پتلون د جکړې په ډګر کې پرېښود
    راتلونکي مقاله د هند استازی: هند به په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخه کړي

    مربوطه لیکنې

    پنځه روایتونه او واقعیتونه؛ د تبلیغاتي جنګ او فکري برلاسۍ ابزار

    11 جنوري 2026

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 جنوري 2026

    د برښنايي اداينو د عمومي ستراتيژۍ پر پلي کولو بحث شوی

    د افغانستان بانک وايي، چې د ياد بانک د لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد په مشرۍ،…

    پکتيکا کې درې هټۍ د پاکستاني کلدارو د کارونې له امله مهرو لاک شوې

    11 جنوري 2026

    د سومالیا دفاع وزیر: صهیونیست رژیم هڅه کوي فلسطینیان سومالیا لېنډ ته کډوال کړي

    11 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د برښنايي اداينو د عمومي ستراتيژۍ پر پلي کولو بحث شوی

    11 جنوري 2026

    پکتيکا کې درې هټۍ د پاکستاني کلدارو د کارونې له امله مهرو لاک شوې

    11 جنوري 2026

    د سومالیا دفاع وزیر: صهیونیست رژیم هڅه کوي فلسطینیان سومالیا لېنډ ته کډوال کړي

    11 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.