Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»منزوي شوې ډله؛ د دوحې غونډې په اړه د مقاومت شوری بې ارزښته دریځونه
    لیکني

    منزوي شوې ډله؛ د دوحې غونډې په اړه د مقاومت شوری بې ارزښته دریځونه

    صابر افغانصابر افغان9 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په اړه نړۍوالې ناستې په ځانګړې توګه د دوحې غونډه، همېشه د هغو سیاسي لوبغاړو د اعتبار او وزن معلومولو ځای پاتې شوی چې ځان په ناحقه د افغانستان سیاستوال بولي.

    له دې ډلې د مقاومت شوری چې همېشه د ځمکنیو واقعیتونو په خلاف، ځان یو له مهمو سیاسي بنسټونو ګڼي، د ملګرو ملتونو او د سرپرست حکومت تر منځ د خبرو اترو د بهیر په وړاندې یې خپل انتقادي دریځ خپور کړی دی.

    اوس پوښتنه دا ده چې آیا دا ډله دومره ارزښت لري چې وکولای شي د واقعیتونو په مټ ورته نیوکې مطرح کړي؟ آیا ددې شوری غړي لکه ادعا چې لري، د افغانستان د ولس استازي دي او که نه؟

    مقاومت شوری په دې اعلامیه کې د روڼتیا غوښتنه کړې، ملګري ملتونه یې د سرپرست حکومت په یو طرفه پیاوړتیا تورن کړي او د یوه روڼ، ټول‌ شموله او عادلانه میکانیزم خبره یې کړې ده.

    هغه شوری چې د نورو په نه‌ روڼتیا او شفافیت نیوکه کوي، په خپله یې تر کومې کچې شفاف عمل کړی او د خپلو غړو کارونه یې ټولو ته ښکاره کړي!؟

    په واقعیت کې د دې شوری د غړو تشکیل، مالي سرچینې، د پرېکړو میکانېزم او له ولس سره د دوی د اړیکو څرنګوالی همېشه په یوه مبهم حالت کې پاتې شوی؛ تر دې چې ډېری ناستې یې له هېواد څخه بهر له استخباراتي کړیو سره د بندو دروازو تر شا ترسره کیږي، یوازینۍ پایله یې له څو خبري اعلامیو پرته بل څه نه دي.

    د دې اعلامیې طرز داسې دی په لیدو به یې یو نابلده څوک فکر کوي چې دا یو رسمي سیاسي خوځښت دی چې هم ولسي مشروعیت لري او هم نړۍوال اعتبار ورسره دی؛ خو په حقیقت کې دا تښتېدلي څهرې نه یواځې د جمهوریت له سقوط وروسته، بلکې د تېر شل کلن اشغال پر مهال یې هم د هېڅ حرکت یا بنسټ په نوم ولسي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

    اوس هم هېڅ رسمي لوري دا وهم ځپلې شوری د یوه سیاسي بدیل او د خبرو اترو د اعتماد وړ شریک په توګه نه مني او په یوه برخه کې یې هم تعامل نه دی ورسره کړی؛ د ځینو هېوادونو له استخباراتي کړیو پرته چې هغوی هم د همکارۍ لپاره نه بلکې د افغان ولس په وړاندې د آلو په توګه ترې استفاده کوي.

    د اعلامیې په بله برخه کې یې له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې تېرې تجربې بیا تکرار نه کړي؛ خو په حقیقت کې د ولس له منځ څخه له راوتلي حکومت سره تعامل نه کول او د ولس له لوري د رټل شویو ډلو خوا ته ورتګ هماغه پخوانۍ تېروتنه ده.

    هغه تېروتنه چې د افغانستان کړېدلي ولس یې شل کاله بیه پرې کړه؛ د جمهوریت له پرځېدلي رژیم سره د ملګرو ملتونو تعامل له فساد، خیانت او تباهۍ پرته بله پایله نه درلوده.

    په پایله کې باید ووایو چې دا ډول شعارونه او په ظاهره د زړه سوي اعلامیې، د دې کسانو له واقعي ماهیت سره هېڅ اړخ نه لګوي، نه به دوی د ولسي او نړۍوال مشروعیت څښتنان کړي او نه به افغانان نور د دوی په تشو او پوچو شعارونو غولېږۍ.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهايران له چين څخه د هوايي دفاع توغنديو ترلاسه کول پيل کړي
    راتلونکي مقاله عبدالعزیز الواصل: د افغانستان د ثبات پیاوړي ملاتړي یو او له نړۍ غواړو چې د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت درناوی وکړي

    مربوطه لیکنې

    د سنبلې نهمه؛ ملت ته د ویاړ او پخوانیو چارواکو ته د عار ورځ

    31 اگست 2025

    له فساد او خیانت تر تېښتې؛ د پرځېدلي جمهوریت د مشرانو تور تاریخ

    31 اگست 2025

    له هېواده د تېرو چارواکو تېښته او د دغه ‎فرهنګ په ترویج کې د دوی رول

    31 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 6 سپتمبر 2025

    د مقاومت جبهې دوکه‌ شوي جنګیالي بې‌انګیزې شوي دي

    په افغانستان کې د اوسني حکومت له واکمنېدو وروسته په نوې دوره کې، یعنې له…

    پنجشېر کې د بېروج قیمتي ډبرو ۱۰ نوي کانونه تثبيت شوي

    6 سپتمبر 2025

    د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین: که لويديځ هېوادونه اوکراین ته پوځيان واستوي نو مسکو به یې د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي

    6 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مقاومت جبهې دوکه‌ شوي جنګیالي بې‌انګیزې شوي دي

    6 سپتمبر 2025

    پنجشېر کې د بېروج قیمتي ډبرو ۱۰ نوي کانونه تثبيت شوي

    6 سپتمبر 2025

    د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین: که لويديځ هېوادونه اوکراین ته پوځيان واستوي نو مسکو به یې د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي

    6 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،018 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،960 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،990 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.