د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد تکل وايي چې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان ۵۰ مه ناسته کې تر ګډون وروسته ترکیې ته په سفر تللی او استانبول کې یې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدنه کړې.
ښاغلي تکل ویلي، په دې کتنه کې د بهرنیو چار وزیر افغان ديپلوماټانو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د لازمو لارښوونو ترڅنګ د یو شمېر هېوادونو له لوري د اسلامي امارت سفیرانو او شارژدافیرانو منلو ته په اشارې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به په ډپیلوماټیکه برخه کې د زیاتو تحولاتو او پرمختګونو شاهدان و اوسو.