د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیاویونګ، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې ښاغلي متقي د چین له دوامداره ملاتړ څخه مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ پرمختګونه یې ستایلي دي.
بل خوا د چین ځانګړي استازي ویلي، چې هیواد به یې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او په اقتصادي پرمختګ کې به یې له خپلې ونډې درېغ نه کوي.
دغه کتنه کې د چین ځانګړي استازي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له لوري ښاغلي متقي ته د چین د سفر بلنه ورکړې او د نوموړي له لوري منل شوې ده.