
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام کې ويلي، چې تېر کال توانېدلي یو چې په روسیې، ترکیې او پاکستان کې د سرپرست حکومت ډيپلوماټيک حضور د سفیرانو تر کچې لوړ کړو.
نوموړي زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به قزاقستان ته هم رسمي سفیر واستول شي.
د نوموړي په خبره، چې همدارنګه د تېر کال په ترڅ کې جرمني، ناروې، هند او اندونیزیا ته هم د اسلامي امارت ډيپلوماتان لېږل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همداراز ویلي، چې د اقتصاد محوره بهرني سیاست پر مټ توانېدلي، چې د اړوندو امارتي ارګانونو په مرسته د ټرانس-افغان رېل پټلۍ سترې سیمهییزې پروژې د شونتیا څېړنې هوکړه لاسلیک، د ټاپي سترې سیمهییزې پروژې د کار عملي پیل، دسیمهییز اتصال او نورو پروژو لکه کاسا۱۰۰۰، لاجوردو لار په برخو کې دپام وړ پرمختګونه ولرو.
ښاغلي متقي زیاته کړې، چې تېر کال کابل د روسیې، بیلاروس، امریکا، قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان، پاکستان، ایران، قطر، سعودي عربستان، مالیزیا، اندونیزیا همدارنګه د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو د لوړ پوړو پلاوو کوربهتوب هم کړی دی.