
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ امریکایي پلاوي سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې ښاغلي متقي ویلي، چې افغان حکومت د امیر امیري په نامه امریکايي تبعه نن له بند څخه ازاد کړ.
د خبرپاڼې لهمخې ښاغلي متقي زیاته کړې، چې د افغانستان حکومت د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې څخه نه گوري او په ډاگه کوي، چې ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د حل لپاره لارې چارې موندل کېدلای شي.
ورته مهال د بندیانو په چارو کې د ټرمپ استازي، اډم بولر د افغان حکومت او امريکا ترمنځ د خبرو پخوانی پړاو رغنده بللی او هيله يې څرگنده کړې، چې پاتې مواردو باندې هم خبرې دوام پيدا کړي.