د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي کابل کې د ترکیې د سفارت له شارژدافیر او مستشار، جنک اونال سره د مخه‌ ښې لیدنه وکړه.

د یاد وزارت په وینا، دواړو لوریو دې لیدنه کې د سیمه‌‌ییزو مسایلو ترڅنګ، د کابل او انقرې ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي د افغانستان او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ د مذاکراتو د کوربتوب په برخه کې د ترکیې له هڅو مننه کړې.

له بله پلوه جنک اونال، افغانستان کې پر کړي ماموریت خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې خپلې چارې په ښه توګه ترسره کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version