شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» له مرستیال ایندریکا راتوات سره په کتنه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړي.د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ښاغلي برادر په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو افغانانو ته د یوناما له لوري د رسول شویو مرستو څخه مننه کړې او له یاد بنسټ څخه یې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د بشري مرستو په وېش کې شفافیت رامنځته او خپلې مرستې پراختیايي برخو ته واړوي.کابل کې د یوناما مرستیال ویلي چې، دوی له سرپرست حکومت سره په همغږۍ په افغانستان کې خپلو پراختیايي او بشري مرستو، راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو، د خصوصي سکټور ملاتړ او افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بديل وړاندې کولو په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
دفاع وزارت: د فرضي کرښې په اوږدو کې د انتقامي عملیاتو پر مهال ۲۷ پوستې نیول شوې او ١١٠ تنه عسکر هلاک شوي28 فبروري 2026
ذاکر جلالي: د ملي ګټو او ملي امنیت د خونديتوب لپاره ټول مشروع او مسوولانه وسایل په هممهاله او همغږي ډول کارول کېږي28 فبروري 2026