د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل پوهنتون د ۱۴۰۳ کال د محصلینو فراغتغونډې ته په وینا کې ویلي، اسلامي امارت د تحصيلي بنسټونو فعالیت ته اړينې اسانتياوې چمتو کړي او دا مهال محصلین د عصري زده کړو تر څنگ په ديني روحيه روزل کېږي.
نوموړې زیاته کړې ده چې، د هېواد تحصیلی نظام د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې کار کوي او د كوم لوري تر تاثير لاندې نه دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د افغانانو په دفاع کې ځنډ نه کوي او نه هم افغان حکومت د کوم لوري فرمایشونو ته غاړه ږدي.
نوموړي وړاندې ویلي، اسلامي امارت په خپله خاوره کې وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او پر افغانستان د ناسمو تورونو لگول نه يواځې گټه نهلري، بلکې د اړيکو د خرابېدو او تاوتريخوالي سبب کېږي.