Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د اقتصادي پروژو له لارې هڅه کوي د بېکارۍ او کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي
    افغانستان

    مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د اقتصادي پروژو له لارې هڅه کوي د بېکارۍ او کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي

    صابر افغانصابر افغان22 جنوري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دې وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر، د اروپايي اتحادیې له شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار او ورسره مل پلاوي سر کتلي دي.

    د خبر پاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د اروپايي اتحادیې شارژدافیرې د کډوالو چارو پخواني وزیر، شهید خلیل الرحمن حقاني د شهادت له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې اروپايي اتحادیه به د کډوالو او راستنېدونکیو چارو له وزارت سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

    نوموړې زیاته کړې، چې اروپايي اتحادیې د افغان کډوالو لپاره ۴۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده چې د تعلیم، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو په برخو کې به ولګول شي. نوموړې ویلي چې د دې مرستو په تطبیق او عادلانه وېش کې د اسلامي امارت همکاري اړینه ده.

    خبر پاڼه کې وړاندې راغلي چې، مولوي عبدالکبیر، له افغانانو سره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو له امله مننه کړې او ویلي یې دی، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند او د هغوی په زور ایستلو بهير دې په بېړني دول پای ته ورسېږي.
    د کډوالو موضوع دې سیاست پورې نه تړل کيږي او اجازه دې ورکړل شي چې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته را ستانه شي.

    نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت له خوا د راستنېدونکیو افغانانو لپاره د ښارګوټو جوړول او ورته د ځمکو وېش په ولایتونو کې روان دي، خو د دې پروژو د لا ښه تطبیق لپاره د نړیوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا ده.

    د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د خبرو پر دوام ویلي، چې اسلامي امارت د اقتصادي پروژو له لارې هڅه کوي د بېکارۍ او کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي او تر هغې چې افغانستان اقتصادي خودکفايي ته رسېږي، نړیوالې بشري مرستې دې دوام وکړي.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله د القاعدې غورځنګ ځواکونو د سومالیا د پوځ په يوه مرکز بريد کړی

    مربوطه لیکنې

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026

    روان کال پنجشېر کې پر زیانمنو او مستحقو کسانو ۳۰ میلیونه افغانۍ وېشل شوي

    14 مارچ 2026

    کورنیو چارو وزارت: نهو ولایتونو کې نږدې ۴زره پولیس له زده‌کړو فارغ او دندو ته چمتو شول

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 14 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    ‏د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې افغان ځواکونو د دغه ولایت د…

    المرصاد: داعش وسله‌والو خیبر پښتونخوا کې خپل یو ملګری د جاسوسۍ په تور وژلی

    14 مارچ 2026

    د هرمزد تنګي د تړل کېدو له امله اسټرالیا کې د تېلو زېرمې مخ په ختمیدو دي

    14 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026

    المرصاد: داعش وسله‌والو خیبر پښتونخوا کې خپل یو ملګری د جاسوسۍ په تور وژلی

    14 مارچ 2026

    د هرمزد تنګي د تړل کېدو له امله اسټرالیا کې د تېلو زېرمې مخ په ختمیدو دي

    14 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.