مولوي عبدالکبیر چې تازه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی، ویلي یې دي چې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیالۍ څخه په لرې کېدو هیڅ ډول اندېښنه نهلري او ډېر تمرکز یې د خلکو پر خدمت دی.
نوموړي د مهاجرینو وزارت مسئولینو او کارکوونکو ته په لومړنیو څرګندونو کې ویلي: « که سیاسي معاونیت، وزارت او یا هم که کوم بل مسئولیت وي، بریالیتوب یواځې د ګډې همکارۍ له لارې ترلاسه کېدای شي. له تاسو غواړم لکه څنګه مو چې له پخواني وزیر سره همکاري کړې له ما سره یې هم وکړئ.»
مولوي عبدالکبیر په خپلې لومړۍ رسمي لیدنې کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له مرستیال سره کتلي او د افغان کډوالو پر ستونزو ننګونو یې خبرې کړې دي.