د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي ادارې رئیس، مولوي مطیع الحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ په ښاري نړیوال دیارلسم فورم (WUF13) کې د ګډون په موخه د اذربایجان پلازمېنې باکو ته ولاړ.
د یادې ادارې د خبر له مخې، ټاکل شوې ده چې افغان پلاوی دې فورم کې د اقلیمي بدلونونو، د ښاري چاپېریال ساتنې، دوامدار پرمختګ، د کثافاتو مدیریت، شنو ښارونو، د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د ښاري مقاومت د زیاتوالي اړوند تخنیکي غونډو او بحثونو کې ګډون وکړي.
همدارنګه یاد پلاوی به د یاد فورم په څنډه کې د نړیوالو بنسټونو له یو شمېر استازو، تمویلوونکو او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د چاپېریالي همکاریو، تخنیکي مرستو او ګډو پروګرامونو په اړه هم خبرې وکړي.
