شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp هندي رسنیو د ډيپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې مولوي نور احمد نور د افغان حکومت له لوري نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د نوي چارسمبالي په توګه معرفی شوی.راپور زیاتوي، چې ښاغلی نور هند ته رسېدلی او تمه ده ډېر ژر خپله رسمي دنده پیل کړي.د هند بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له خپل افغان سیال، مولوي امیر خان متقي سره کتنه کې نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت د ا.ا د ډيپلوماټانو له منلو سره هوکړه کړې وه.بهرنیو چارو وزارت نوي ډیلي، کې د افغان سفارت د شارژدافیر په توګه د مولوي نور احمد نور د ټاکل کېدو په اړه څه نهدي ويلي.