
هندي رسنیو د ډيپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې مولوي نور احمد نور د افغان حکومت له لوري نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د نوي چارسمبالي په توګه معرفی شوی.
راپور زیاتوي، چې ښاغلی نور هند ته رسېدلی او تمه ده ډېر ژر خپله رسمي دنده پیل کړي.
د هند بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له خپل افغان سیال، مولوي امیر خان متقي سره کتنه کې نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت د ا.ا د ډيپلوماټانو له منلو سره هوکړه کړې وه.
بهرنیو چارو وزارت نوي ډیلي، کې د افغان سفارت د شارژدافیر په توګه د مولوي نور احمد نور د ټاکل کېدو په اړه څه نهدي ويلي.

