
په مسکو کې د افغانستان سفیر او ځانګړي استازي مولوي ګل حسن حسن روسیه کې له مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي.
روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې شوي.
ښاغلي حسن افغان سوداګر هېواد کې پانګونې ته هڅولي او د سوداګرۍ په برخه کې یې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ورته مهال افغان سوداګرو بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړي او د ا.ا له اړوندو ادارو یې د اغېزمن ملاتړ، همکارۍ او پاملرنې غوښتنه کړې ده.

