Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»میرویس افغان: طالبانو د نړۍ پر وړاندې پاکستان ته سخته ډیپلوماټیکه څپېړه ورکړه
    افغانستان

    میرویس افغان: طالبانو د نړۍ پر وړاندې پاکستان ته سخته ډیپلوماټیکه څپېړه ورکړه

    صابر افغانصابر افغان21 اپریل 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال، ژورنالست او ټولنیز فعال میرویس افغان کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د پاکستاني پلاوي سفر ته په اشارې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، طالبانو (سرپرست حکومت) پر پاکستان د ټولې نړۍ پر وړاندې دروند ډیپلوماټیک ګذار کړی.

    نوموړي لیکلي: «د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین استقبال ډېر خوند راکړ، طالبانو د نړۍ په وړاندي پاکستان ته سخته ډیپلوماټیکه څپېړه ورکړه».

    نوموړی وړاندې پاکستان کې روان وضعیت ته په اشارې لیکي: «که څه هم افغانان جګړو ځپلي دي او تر ډېره بریده یې په سرونو کې د شک تیوریانې ازانګې کوي؛ خو دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان په عذاب دی، ښه پوره په عذاب دی؛ هیڅ وسیله او هیڅ هڅه یې کار نه کوي.»

    نوموړي د خپلو خبرو پر دوام دغه راز پر ډیورنډ فرضي کرښې د پاکستاني لوري وروستي تحرکاتو ته په اشارې ویلي چې، پاکستان پر طالبانو (سرپرست حکومت) د فشار اچولو لپاره پرله‌پسې هڅې وکړې او په وینا یې د پاکستان دا ټولې هڅې شنډې شوې او له مجبوریته یې د خبرو اترو سیاست ته خپل مخ واړاوه.

    نوموړي له پیله تر اوسه د پاکستان پر وړاندې د سرپرست حکومت دریځ ستایلی او ټینګار یې کړی چې، سرپرست حکومت باید تر هغې له پاکستان سره د هر ډول خبرو دروازې وتړي چې تر څو د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د جبري اخراج پروسه نه وي درېدلې او د لېږد لپاره یې یو بشپړ میکانیزم نه وي جوړ شوي.

    د نوموړي په وینا که دا چاره ترسره شي، دا کار به نه یوازي سرپرست حکومت لا ځواکمن ثابت کړي بلکې کډوالو ته به په عزت د لېږد لاره خلاص او پاکستان به د فشار دا وسیله هم له لاسه ورکړي.

    مخکینۍ مقاله‏د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ لوړپوړی پلاوی کابل ته راورسېد
    راتلونکي مقاله ملي دفاع وزارت: د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه لس تنه پیلوټان فارغ شول

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    26 اگست 2025

    مولوي سردار احمد شکيب او صادق خان د افغانانو لپاره د پاکستان د ويزو پر ستونزو خبرې کړي

    26 اگست 2025

    تېره میاشت د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    26 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 26 اگست 2025

    د اسټرالیا په ویکتوریا ایالت کې پر پولیس افسرانو وسله‌وال برید شوی

    نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسټرالیا په ویکټوریا ایالت کې پر پولیس افسرانو وسله‌وال…

    د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې یو ۱۸ میاشتنی ماشوم په شهادت رسولی

    26 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    26 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسټرالیا په ویکتوریا ایالت کې پر پولیس افسرانو وسله‌وال برید شوی

    26 اگست 2025

    د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې یو ۱۸ میاشتنی ماشوم په شهادت رسولی

    26 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    26 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،014 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،954 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،983 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.