محمد فیصل
میډل ایسټ انسټیټیوټ په یو مطلب کې د طالبانو او ایران تر منځ اړیکو ته کتنه کړې.
د مطلب لیکوال وینی کاوره وایي، سره له دې چې په ایډیالوژۍ او دوه اړخیزه اړیکو کې د دواړو لورو تر منځ اختلافات شته، خو ایران دا وار لکه د ۱۹۹۰ یمو کلونو په څیر د طالبانو پر ضد دښمنانه لاره خپله کړې نه ده.
په ۲۰۲۱ کې د طالبانو په لاس د افغانستان له نیولو وروسته ایران له طالبانو سره اړیکې عادي کړي دي.
لیکوال وایي، ایران هم له افغانستانه د امریکایي او نورو بهرنیو پوځیانو ویستل غوښتل، ځکه هغوی یې د سیمه ییزې بې ثباتۍ سرچینه ګڼله. ایران په افغانستان کې د طالبانو بریالي کیدلو ته د داسې فرصت په سترګه وکتل چې کولی شي په نارامه ګاونډ کې یې ثبات رامنځته کړي.
ایران هیله لرله چې افغان طالبان به د ایران امنیتي او سیاسي اندیښنې جدي ګڼي. د داعش-خراسان، د ایران ختیځ ته د اوبو او افغان مهاجرینو مسلې هغه څه دي چې د طالبانو (افغان حکومت) او ایران اړیکې پرې ولاړې دي.
دواړو لورو خپل اختلافات له پامه غورځولي او د داعش پر ضد له یو بل سره همکاري کوي.
سره له دې چې ایران د مقاومت ډلې مشر احمد مسعود او پخواني جنګیالي اسماعیل خان ته ایران ته د تلو راتلو اجازه ورکړې، خو ایران پوهیږي چې امکان نه لري چې هغوی دې د طالبانو (افغان) حکومت له پاره ستونزې جوړې کړي.
لیکوال زیاتوي، د سیمې چټکو جیوپولیتکو بدلونونو ته په کتو په نړیواله کچه هم هیڅوک د پخواني شمال ایتلاف بیا راژوندي کیدل نه غواړي.
د افغانستان او ایران د نږدې کیدو بل لامل اقتصاد او سوداګري ده. د افغانستان یو پر درې واردات له ایرانه کیږي. د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ د ودې له پاره په ۲۰۲۳ کال کې یوه کمیټه هم جوړه شوې ده.
د روان کال په فبرورۍ کې له افغانستانه یو تخنیکي ټیم د ایران چاه بهار ته ولاړ تر څو د افغان صادراتو له پاره د چاه بهار د بندر کتنه وکړي.
دغه ډول نور سفرونه کولی شي چې د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي اړیکو ته پراختیا ورکړي.