د هېواد د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق، د امنیت په ټینګښت کې د برخوالو مجاهدینو د تقدیرولو غونډې ته په وینا کې د هېواد د درې ګونو ارګانونو دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت، او استخباراتو لوی رياست د ځواکونو په ګډه همکارۍ د امنيت په ټينګښت ټينګار وکړ.
ښاغلی وثيق وايي: له ګران هېواد څخه د دفاع، د جرمونو د مخنیوي، ملي امنیت او په نورو مشخصو استقامتونو کې د کورنیو چارو د وزارت، دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست ځانګړې مشترکې او جلا جلا دندې لري چې د نظام له نورو ارګانونو سره یې په ګډه پر مخ بیایي.
همدارنګه ښاغلی وثيق زياتوي: د استخباراتو لوی ریاست خپلې دندې د یو بشپړ او جامع قانون له مخې ترسره کوي، چې ټول مواد او بندونه یې د اسلامي شریعت او حنفي فقهې پر اساس تخریج شوي او د علماوو او پوهانو له لوريتائید شوي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوي، چې له تطبیق یې په خورا دقت څارنه کیږي.
ښاغلي وثيق په خپلو خبرو کې دا هم زياته کړه چې: په تېرو وختونو کې استخباراتي ارګانونه د بې ګناه ولس د تعذیب او شکنجې لپاره کارېدل؛ خو واک ته د اسلامي امارت په رسېدو دې هر څه ته د پای ټکی کېښودل شو، د استخباراتو لوی ریاست په بشپړ ډول تصفیه شوی، او پر ځای یې له اسلامي ټولنې څخه پاک کادرونه راوستل شوي دي د استخباراتو د لوی ریاست تولې کړنې د اسلامي شریعت په اساس د جوړ شوي قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي او د معاصرې نړۍ په تېره افغانستان کې د پخوانیو استخباراتي سازمانونو له نوعیت څخه په توپیر د اسلامي امارت استخباراتي کارکوونکي د اسلاميشریعت او خپل قانون تابع دي، د تخطۍ پر وخت ترې پوښتنه کېږي، ألحمدلله، د استخباراتو ارګان اوس یو قانونمند او مصلح ارګان دی.