
روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې ناروې، سويډن او ډنمارک هېوادونه به ډېر ژر اوکراین سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرسته وکړي.
د رويټرز په وينا، له اوکراين سره د ډنمارک مرسته به ۹۰ میلیونه ډالر، د ناروی ۱۴۶ میلیونه ډالر او سویډن هغه به ۲۷۵ میلیون ډالر وي.
ویل شوي، یاده مرسته به پوځي مهمات او وسایل وي، چې په دې کې به راکټونه، پاټريوټ دفاعي سيستم، د ټانکونو ضد وسایل او نور پوځي تجهیزات شامل وي.