ناروې، ایرلنډ او اسپانیا په یوه تاریخي ګام کې اعلان وکړ چې فلسطین د یوه دولت په توګه پېژني.
د ناروې لومړی وزیر “یوناس ګهر” تورې وایي، هېواد یې د همدې مې میاشتې له ۲۸مې وروسته فلسطین د یوه دولت په توګه پېژني.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په وینا نوموړي نن چهارشنبه ویلي: “له دغې رسمیت پېژندنې پرته په منځني ختیځ کې سوله نه شي راتللی”له ناروې وروسته د اسپانیې لومړي وزیر “پډرو سانچز” هم نن چهارشنبه د مې ۲۲مه ویلي، چې د یاد هېواد د وزیرانو شورا به د مې پر ۲۸مه د یوه دولت په توګه فلسطین په رسمیت وپېژني.
بلخوا د ایرلنډ لومړي وزیر “سیمون هاریس” په یوې خبري غونډه کې وویل: “نن ناروې، ایرلنډ او اسپانیا اعلان کوي چې هر یو به فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت پېژنو.
موږ هر یو به اوس هر هغه ملي ګامونه پورته کړو، چې د دې پرېکړې د پلي کولو لپاره اړین وي”.
هغه زیاته کړه: “زه ډاډه یم چې نور هېوادونه به په راتلونکو اوونیو کې د دې مهم ګام په اخیستلو کې له موږ سره یوځای شي”.
دغه ګام د اسرائیلو غصه پارولي او د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر “اسرائیل کتز” سملاسي له ایرلینډ او ناروې څخه خپل سفیران وربللي دي.
اسرائیلو ویلي چې د اروپايي هېوادونو له لوري د یوه دولت په توګه د فلسطین رسمیتپېژندنه به “افراطپالنې او بېثباتۍ” ته لمن ووهي.
یو شمېر افغانانو د ناروې، اسپانیې او ایرلینډ هېوادونو د یاد ګام اخیستلو هر کلی کړی او دا یې د فلسطینیانو په حق کې یوه ښه پرېکړه بللې ده.
دوی وايي، چې د نړۍ نور هېوادونه هم باید ورته اقدام وکړي، څو بې دفاع فلسطینیان د اسرائیلو له ظلم او بربریت څخه خلاص شي.